د ولسمشرۍ د دویم پړاو د یوه نوماند ډاکټرعبدالله عبدالله او د هغه د پلویانو له خولې له څو ورځو راهیسې په هېواد کې د بحران د رامنځته کیدو په اړه خبرې اوریدل کیږي.

دوی دا خبرې په داسې وخت کې کوي،چې د دویم پړاو ټاکنو له لومړنیو پایلو څخه د عبدالله مخالف کاندید ډاکټراشرف غني احمدزی د ټاکنو ګټونکی ښکاري.

ښاغلي عبدالله چې په ټاکنو کې یې د اشرف غني په پلوۍ د پراخو درغلیو د ترسره کیدو ادعا کړې،ویلي چې د اشرف غني د یو میلون رایو نه باطلیدل به هېواد د بحران خوا ته بوځي.

د اشرف غني د ټاکنیز ټیم یوه غړي فیض الله ذکي بیا ویلي،چې عبدالله او ټیم ته یې د دوی شکست د بحران رامنځته کیدو سبب او وسیله ښکاري.

د بحران مخکینۍ ادعا

ډاکټرعبدالله عبدالله په ۲۰۰۹ کې هم د ولسمشریزوټاکنو پرمهال کاندید او د دغې څوکۍ د ګټلو لپاره یې له اوسني ولسمشرحامد کرزي سره په ټاکنو کې سیالي کوله.

په هغو ټاکنو کې ښاغلي عبدالله له ښاغلي کرزي څخه وروسته لوړه رایه ګټلې وه،هغه مهال هم ده د ښاغلي کرزي په پلوۍ د پراخو درغلیو ادعا لرله او خبرداری یې ورکاوه،چې د کرزي د لویه برخه رایو نه باطلیدل به هېواد د بحران خوا ته بوځي.

د عبدالله تېرو څرګندونو ته په کتو سره ویلای شوو،چې دبحران جوړیدو په اړه د ده ادعاوې او خبرداری نوې خبره نه ده.

دا خبرداری نوموړي په نورو ځینو وختونوکې هم ورکړی او د خپلو غوښتنو نه پوره کیدل یې د بحران جوړولو علت ګڼلی،خو په عمل کې لیدل شوي،چې نه کوم بحران رامنځته شوی او نه د ده ترشا څوک د بحران رامنځته کولو لپاره ودریدلي دي.

بحران څنګه رامنځته کیږي؟

نه غواړم،چې دلته د بحران یا ناورین په تیوریکي برخو بحث وکړم،خو دومره وایم چې د نورو سیاسي اصطلاحاتو په شان بحران هم د هېوادونو لپاره د هغوی د شرایطو مطابق ځانګړې ماناوې او حالتونه لري.

په افغانستان کې چې په عام ډول یو بحران ځپلی هېواد دی او خلک یې له سیاسي،اقتصادي او ټولنیزو حقونوڅخه یې پوره برخمن نه دي،بحران پکې په عمومي ډول د ټوپکسالارۍ،وژنو او ګډوډۍ په مانا تعبیریږي.

د بحران له اصطلاح کارولو سره د ښاغلي عبدالله هدف هم کاملاً همدا کیدای شي،چې خلک او سیاستوال د خپلو غوښتنو د پوره کولو لپاره د ګډوډۍ د رامنځته کیدو په خبرداري ووېروي.

دغه خبرداري ته که د افغانستان د شرایطو په هېنداره کې وکتل شي،عملي کیدل یې ناممکن او یو ډول سیاسي ټوکه ګڼل کیدای شي.

هغه ځکه چې د افغانستان خلک اوس د ګډوډۍ د کلونو خلک نه دي،د بحران رامنځته کولو او تنظیمولو لپاره دوی نه خپله لېوالتیا لري او نه نورو ته اجازه ورکوي،چې په افغانستان کې حاکم نسبي ثبات او ژوند وګواښي.

اوس د بحران علاقه مندو سیاستوالو ته سخته ده،چې د قوم،سیمې،ژبې،یا نورو پلمو په وړاندې کولو سره خلک پخپله ګټه مسلح او د وینې بهولو لپاره چمتو کړي.

تردې ټولو مهمه خبره دا ده،چې په بحران کې د ولس ترڅنګ خپله د هغو کړیو هم خیرنه لیدل کیږي،چې د بحران د علاقه مندۍ او لېوالتیا اکټونه کوي.

که په تېره لسیزه یا ترهغې وړاندې کلونوکې د چور،چپاول،فساد او غصب قضیې وڅېړل شي،یا په هېواد او له هېواده بهر د افغانانو پانګونې او شتمنۍ معلومې شي،لویه برخه یې د هغو خلکو اړوند او په واک کې ده،چې د بحران په اړه غږیږي او خلک په دې اصطلاح وېروي.

د دې بحث لنډیز دا دی،چې بحران یوه پلمه یي اصطلاح ده،افغانان یې مخالف او د مخنیوي وړتیا لري او شعار ورکوونکي یې هم په هغسې جدیت چې لېوالتیا ښيي،پلوي نه شي کیدای.

افغانان له خپلو سیاستوالو څخه د بحران زېږولو پرځای د بحران حلولو تمه لري او هغوی،چې له دغې اړتیا سره مناسب چلند نه کوي او په ولس کې خپل اعتماد او نفوذ بحراني کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *