هغوی پردي مالونه نه خوري.
هر وخت خدای ته سوالونه کوي، چې له حرامو مو وساته!
د نورو په راحت او ترقۍ خوشالیږي.
سترګې یې وږي نه دي.
د نورو د زړونو پام کوي، داسې خبرې نه کوي، ګواکې د چا دې پرې زړه بدیږي.
هر محفل ته په ورتګ یې عزت او احترام وي، ځکه دوی و نورو ته په درنښت قایل دي.
دوی د کار خلک دي.
کلي او ټولنه کې پر دوی حساب کیږي.
د ځان په سختۍ کې د نورو خوښي ګوري، نه دا، چې د بل شر کې خپل خېر لټوي.
دوی تل خوشال دي.
پر کورونو يې د خدای پریمانه رخمتونه وریږي.
دوی هم زمونږ غوندې انسانان دي، خو
توپیر دا، چې: دوی خدای او بنده ګان خوښ ساتلی شي.
ښکلیه خدایه همداسې مو بختور کړه!
مینه او درنښت
خوست