اداري فساد یوازې په واسطو او پیسو پورې نه دی تړلی ؛ بلکې قوم پرستي یې لویه برخه ده . نوي استعدادونه او ځوانې هستۍ هغه څه دي لکه د کرکټ په برخه کې یې چې د زمبابوې سریز راته وګاټه او افغانستان یې په لسو غوره لوبډلو کې شامل کړ.
په افغانستان کې اوس هم ډلبازۍ او قوم پرستۍ روانې دي، هر څوک چې د خپل قوم لوبغاړی په لوبه کې لري خوښ وي ، کنه نو کرکټ بورډ هم ملامت دی او کرکټ هم نا کام بولي.
ډېری قوم پرستان چې د خپل قوم لوبغاړی یې په لوبه کې نه وي ، نه لوبډله ملي بولي او نه لوبه خوند ورکوي.
مونږ تل دا وایو چې افغانستان دې وګټي، د افغانستان بیرغ دې په ټوله نړۍ کې سرلوړی وي، نور دې خدای وکړي چې د افغانستان مسلیان پکې وي ، فارسیوان ، هزاره او تاجګ دې وي خو چې افغانستان ته بریا راوړي.
په دې سریز کې چې کله له زمبابوې څخه لومړۍ دوې سیالۍ افغانستان وګټلې ، ډېرو منځنیو لوبغاړو خپلې ویکټې ډېر ژر له لاسه ورکولې ، دومره بده یې نه ګڼله او یو څو لوبغاړي یې بدل کړل، خو کله مو چې دوه نورې لوبې وبایللې، هر چا به ویل چې پلانی او پلانی لوبغاړی نشته پکې ځکه یې لوبې وبایللې ، حال دا چې هغو لوبغاړو له ډېری وخت له خپل چانس څخه ګټه نه ده اخیستې . خو قوم پرستانو به ویل چې نه هغه ډېر ښه بخت لري ، یوه منډه دې هم نه کوي خو چې یوازې په لوبه کې وي ، که داسې ښه بخت لري بیا دې د سولې عالي شورا کې کار وکړي چې سوله راشي ، دا ۱۵ کاله کیږي افغان دولت په سوله راوستو کې نا کام دی . بل ځای همدغه قوم پرستان چې د هندوانو په څېر په کږنو انګېرنو او اټکلونو بسنه کوي ، ویل به یې چې ټوله خبره په پیشو کې ده چې په میدان کې وګرځیده او له مونږ یې لوبه وګټله . تاسو به لیدلي وي چې د سریز په وروستۍ ورځ هم د پیشو ترڅنګ مینکه ( خارو) هم راغلې وه ، ولې مو سریز وګاټه ؟ دا خو ارام ملکونه دي چې حیوانات په ډاډه زړه په کې ګرځي ، دا خو څه افغانستان نه دی چې په خپله ځاله کې هم مرغان ویریږي.
داسې اټکلونه سړی کفر ته باسي . ولې مو دوهم شل اوریز سریز وګاټه ، په هغه کې خو هم بختور لوبغاړي نه وو !؟
که په وروستۍ پنځوس اوریزه پایلوبه کې ګلبدین نایب نه وای ، داسې ډېرې لوبې مو د همدغو بختورو په شتون کې بایللې دي او د همدغو بختورو په نه شتون کې مو ډېرې لوبې ګټلې هم دي.
دا هغمه یوه شوخه ټوکه ده : وايي چې د یو کس اولادونه نه کیدل ، بیا ملا صیب ته ورغی چې تعویذ ورته وکړي ، ملا صیب تعویذ ورته وکړ له شانه یې غږ پسې وکړ چې دومره په تعویذ هم باور مه ساته لږ خپل زور هم وهه …!؟ مونږ دا هم وایو چې سمه ده زاړه لوبغاړي چې په لوبډله کې وي ، نوي ځوانان پرې ډاډه وي ، خو داسې هم نه چې دوی هم له ډېره وخته څه نشي کولی او د ځوانو لوبغاړو مخه یې هم نیولې وي ، چېرته ځوانه انرژي او چېرته زاړه مامورین ، هغه څوک چې له ډېره وخته په کرکټ کې پاتې شوي افغانستان ته یې ډېرې سختې ګاللې دي ، ښې ښې لوبې یې ګټلې دي او د افغانستان بیرغ یې تر اوسه رپاند ساتلی ، خو چې اوس وخت کې غورځیدلي دي ، دوی دې کرکټ بورډ ته لاړ شي مرستیالان او مشاورین دې شي . ګورئ د سریز له ګټلو ورسته کپټان اصغر ستانکزي وویل چې زه ددې ټورنمېټ ټول کریډېټ ګلبدین نایب ته ور کوم او ګلبدین نه یوازې د شل اوریزو لوبغاړی بلکې پنځوس اوریزې لوبې هم لوبولی شي ، له دې مخکې ډېرو نندارچیانو چې له سره په کرکټ پوهیږي نه ، ویل یې چې ګلبدین یې هسې اخیستی.
نور خدای ته وګورئ چې له دې بې ځایه قوم پرستیو نه لاس واخلئ ، هغه څوک چې قوم پرستي کوي د خپل زون نمایندګي نه شي کولی او نه تر اوسه افغانستان په کې ګټه لیدلې ده ، زه پخپله تر اوسه ګلبدین نایب پېژنم هم نه چې د کوم ولایت دی ؛ خو هغه شپه مې د نوموړي د اور وروونکي بېټ په جذبه کې له بې خوبۍ نه خوند واخیست.
دا مسابقه د دواړو ټیمونو لپاره زیاته مهمه وه ځکه چې ګټونکی یې د یو ورځنیو سیالیو په نړیواله درجه بندۍ یا رینکینګ کې ۱۰ مقام ترلاسه کاوه او بایلونکی یې ۱۱ مقام ته په شا تلو . پاکستان له وړاندې نه اندېښنه څرګنده کړې وه چې که دا لوبه وګټي مونږ ته کوم زیان وانه اوړي، خو انظمام الحق بیا هم خپل اخلاص کړی و،چې ګلبدین یې ورته انتخاب کړی و
د دې لړۍ د غوره لوبغاړي جایزه محمد شهزاد ته ورکړای شوه چې په دې سریز کې یې افغانستان له سختو واړوه .
ګلبدین نایب په ۶۸ توپونو ۸۲ منډې وکړې او په حقیقت کې یې دوه مسابقې وګټلې ، هم یې سریز وګاټه او هم افغانستان په لسو غوره لوبډلو کې شامل کړ . نایب ۶ شپږیزې او ۳ څلوریزې ووهلې .
د ښه بالېنګ په برخه کې امیر حمزه ته جایزه ورکړل شوه . شهزاد محمدي اوولس نیم زره ډالر وګټل ، نوش جان .
هر څه په خپل استعداد کیږي ، زه خو یې په نا کامۍ نه کرکټ بورډ ګرم بولم ، نه نسیم الله دانش او نه انظمام الحق .
قوم پرستي مانا : بدبختي ، نیستي ، کم نیتي ، کم عقلي ، لوچکي ، بدمعاشي ، بد عادتي ، بې اتفاقي ، نا امني او …..
اوس به د ماسټر بلاسټر ګلبدین نایب د زړور بېټ په ویاړ یوه جمله چوپتیا غوره کړو.
…………………………………………………
خلک وايي ده په ټنډه نه په منډه
خدای ج) دې راوله په منډه یا په ټنډه
شه ده خبره مو شه کری