تاند، جمعه، د سنبلې ۱۵مه: د افغانستان په کچه د طالبانو تر ټولو خطرناک طالب قومندان او بدخشان لپاره د دغې ډلې نومولی والي ووژل شو.

افغان امنیتي ځواکونه وايي، قاري فصیح الدین یې نن ماسپښین درې بجې په یو هوايي برید کې وژلی دی.

د پوځي مشرانو په وینا، نوموړی یې د بدخشان په ناامنه ولسوالۍ وردوج کې په نښه کړی او له یو ساتونکي سره یې له منځه وړی دی.

بدخشان په شمال کې د طالبانو لپاره تر ټولو مهم ولایت دی چې د طالبانو مشري یې د تاجیکانو په لاس کې ده او دغلته ورسره د تاجکستان، چیچنیا، انډونیزیا او عربي نړۍ جنګیالي راټول شوي دي.

د بدخشان طالبانو په دې وروستیو کې د هیبت الله ډلې لپاره د کران و منجان د سرو زرو په کان هم قبضه کړې وه او ګڼې ولسوالۍ یې طالبانو ته له دولتي ځواکونو نیولې.

دغه طالب چارواکی په داسې حال کې وژل کېږي چې همدا نن په فراه ولایت کې هم د طالبانو د استخباراتو مرستیال په نښه شوی او له منځه وړل شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *