تاند، جمعه، د حمل ۲۲مه: د بدخشان والي ذکریا سودا وايي، په دغه ولایت کې بهرني جنګیالي د طالبانو قومانده پر غاړه لري او له افغان ځواکونو سره یې نښتې سختې کړې دي.

نوموړی وايي، په وروستیو نښتو کې د چین ایغوریان او د ازبکستان او تاجکستان د اسلامي تحریکونو جنیګالي له طالبانو سره د افغان ځواکونو په جګړه کې تثبیت او پېژندل شوي دي.

نوموړی وايي، بهرني جنګیالي طالبانو ته انګېزه ورکوي او په لومړیو لیکو کې د افغان ځواکونو سره جنګېږي چې پاتې شوي مړي یې دوی پېژندلي دي.

د بدخشان د ولایتي شورا غړی احمد جاوید مجددي هم وايي چې چیچن، ایغور، ازبیک، تاجیک او نور جنګیاليو په بدخشان کې طالبانو لپاره د یمګان ولسوالي سقوط کړې ده: (( دا جنګیالي اوس مهال په یمګان، وردوج او بهارک ولسوالیو کې ډېر زیات دي او افغان ځواکونو سره لومړي خط کې جنګېږي.))

په ولسي جرګه کې د بدخشان استازې نیلوفر ابراهیمي هم وايي، چې په بدخشان کې د طالبانو مهم قومندان قاري فرقان د القاعدې غړی او بهرنی جنګیالی دی.

په همدې حال کې د ولسمشر د ویاند مرستیال لطیف محمود له طالبانو د بهرنیو جنګیالیو ملاتړ د پوښتنې وړ بولي: (( پدې اړه زیاتې پوښتنې دي، موږ له طالبانو غواړو چې تشدد کم کړي، د دوی رشته له پاکستان او نړیوالو ترهګرو سره لا هم ټولې نړۍ ته یوه مهمه پوښتنه ده.))

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو څه موده وړاندې په بدخشان کې د د دوی تر بیرغ لاندې د ایغور جنګیالیو د کمپونو خبره رد کړې وه، خو اوس یې امریکا ته ژمنه ورکړې چې القاعده او نورې ترهګرې ډلې به ځپي، په داسې حال کې چې شنونکي له طالبانو سره د القاعدې اړیکې نه شلېدونکې بولي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *