تاند، پنجشنبه، د دلوې ۱۷مه: بدخشان په یمګان ولسوالۍ کې، سینه بغل ته ورته د یوې ناروغۍ خپرېدو له کبله ۱۳ ماشومان مړه شوي دي.

د چارواکو په وینا، دغه ماشومان له ۵ کلنۍ کم عمر لري او په دریو ورځو کې یې په وشنګان سیمه کې د مړینو شمېره ۱۳ ته رسېدلې ده.

د چارواکو په وینا لا تر اوسه د دغې ناروغۍ د تشخیص په تړاو دقیق معلومات نه دي شوي خو ظاهرا دا ناروغي سینه بغل ته ورته ده او ګڼ ماشومان یې نیولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د کرونا ناروغۍ له وېرې له تاجکستان سره خپل سرحد په دې وروستیو کې وتاړه، همدا راز بدخشان ولایت د چین له سینګیانګ ایالت سره ګډه پوله لري.

که څه هم ډاکټران نه تاییدوي چې دا ماشومان به کرونا وژلي وي، خو د کرونا په اړه په دې وروستیو کې ټولې نړۍ تدابیر نیولي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *