تاند، جمعه، د عقرب ۱۷مه: په بدخشان کې د یو ښوونځي ملازم په خپل شخصي لګښت د ماشومانو لپاره درې ټولګي جوړ کړي دي.

د پوهنې وزارت ویانده نوریه نزهت تاند ته د خبر پخلی کوي او وايي، د سخي داد په نوم د کشم ولسوالۍ د قره بلاق ابتدایه ښوونځي ملازم د زده کوونکو لپاره درې ټولګي په خپل شخصي لګښت اباد کړي دي.

اغلې نوریه نزهت زیاته کړه، پر دغو دریو درسي ټولګیو د ښاغلي سخي داد ۱۵۰ زره افغانۍ لګېدلې دي: (( سخي داد نه یوازې ښوونځي ته ټولګي جوړ کړي دي، بلکې شپه او ورځ یې د دغه ښوونځي ساتنه او پالنه هم کړې ده.))

اغلې نزهت وايي، د پوهنې وزارت د سخي داد د دغه کار هرکلی کوي او له خپلو خلکو غواړي چې له پوهنیز سیسټم سره لا زیاتې مرستې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د پوهنې وزارت تایید کړه چې ټول هېواد کې ورسره د ولسي خلکو لخوا د پوهنیز سیسټم د ودې لپاره له ۵۰۰ میلونه افغانیو زیاته مرسته شوې ده.

One thought on “بدخشان کې یو ملازم په ۱۵۰ زره افغانیو ښوونځي ته ۳ ټولګي جوړ کړل”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *