دا خو یو منلی حقیقت دی چې ، د نړۍ ټول انسانان ښکلي دي او بدرنګه څوک نشته ، ځکه د نړۍ تر ټولو سپيڅلي کتاب قرانکریم کې الله (ج) ويلي دي ((ما انسان په ټولو مخلوقاتو کې ښکلی پیداکړی دی ))
بل خوا بیا الله (ج) دومره د کمالاتو خاوند دی چې د نړۍ د ټولو انسانانو ترمنځ یې ، په قوم ، ژبه ، رنګ ، خوي او عاداتو کې توپیر کړی دی ، په دې خاطر چې فساد جوړ نشي او هر څوک په خپلو بېلا بېلو ځانګړنو وپېژندل شي.
نو همدا علت دی چې ځينې خلک ښکلي رنګونه لري او ځيني بد .
خو ، زموږ او ستاسې خالق وايي (( ما ته انسان په رنګ ، قوم او ټولنه باندې نه نږدې کیږي ، بلکې په اعمالو او نیکو کړنو نږدې کیږي ))
هر هغه څوک چې نیکي یې ډېره وي خدای (ج) ته محبوب او نږدې دی .
په نړۍ کې ډېر داسې خلک شته چې ښکاره به بدرنګه وي مګر ښکلي اعمال او کړنې لري او تل ښکلې خبرې کوي ، شاید تاسې په لومړي ځل د یو بدرنګ انسان په لیدو له هغه کرکه او نفرت وکړې ، خو کله چې تاسې د هغه خبرې واورئ ، او د هغه کړنې وګورئ نو حتماَ به غواړې چې په سینه پورې یې کلک ونیسئ .
بالعکس د ځينو ښکلو خلکو او د داسې خلکو په لیدو چې ښایسته څېرې ولري ، انسان به داسې فکر وکړي ، چې دا به د نړۍ تر ټولو سم سړی وي او ټول کارونه به یې داسې وي چې د ټولو خلکو به خوښ وي ، خو داسې نده شاید هغه په پټه ډېر داسې کارونه وکړي او یا به يې کړي وي چې هم د خلکو نا خوښ وي او هم د خدای ج نا خوښ وي .
داسې هم نده چې د نړۍ ټول بدرنګه انسانان به ښه کارونه کوي او ښکلي به خدای مکړه بد کارونه کوي ، خو تر ډېره بریده یو حقیقت دی .
زه د خپلې تجربې له مخې وایم ، بدرنګه خلک د ښکلي غږ ، ښو اخلاقو او ښایسته خبرو تر څنګ وفاداره او مینه ناک هم وي ، خو ځيني د ښکلو رنګونو خلک داسې کړنې کوي چې ځيني انسانان نه غواړي ژوند ورسره وکړي او یا د دوئ کړنې دوئ ته خوند ورکړي .
زموږ او ستاسې په اوسنۍ ټولنه کې هم له بده مرغه ځيني ښکلي او ښاغلي خلک واک لري ، ښکاره یې څېرې ډېرې ښکلې دي ، په لومړي ځل لیدو ورباندې لیدونکی کټ مټ د يو جنتي انسان شک کوي او په تېره بیا یو اړ شخص دا فکر کوي چې دا انسان خدای (ج) زما د ستونزې دحل لياره یوه وسیله ګرځولې ده ، خو کله چې ورسره خبرې پېل کړې یا خو وخت نه درکوي چې خبرې در سره وکړي او یا یې هم په تندي دولس بجې وي .
د یو انسان واک ته رسېدل د کایناتو د ستر څښتن لورینه ده ، هيڅ وخت دې انسان دا فکر نه کوي چې ، زه په خپلو هڅو او کوښښونو دې مقام ته رسېدلی یم او یا واک لرونکی یم ، پېړۍ وړاندې چې قارون واک لرو او دهغه وخت تر ټولو شتمن شخص و ، خو کله چې هغه وویل ، دا مال او پیسۍ ما په خپله هوښیارۍ او هنر لاسته راوړلي دي ، خدای ج ندي راکړي ، نو الله(ج) سره ددې چې ډېر رحم لري په انسانانو خو قهار هم دی له ډېر صبر وروسته انسان غوصه کیږي ، قارون په ځمکه ښخ کړ او تر اوسه روان دی .
هدف مې دا دی چې له واک او له مسؤلیت نه باید ناوړه ګټه وا نخیستل شي ، بلکې ځان باید د نړۍ تر ټولو کمزوری او غریب انسان وګڼل شي ، په دغه وخت کې بیا هم ځان ته او هم ټولنې ته ښه خدمت کېدلی شي.
ځينې خلک شته چې له مسؤلیت نه نا سمه ګټه اخلي او خپلې شخصي غوښتنې په خلکو عملي کوي ، خو دا له خپل ځان ، خلکو او خپل خالق سره یوه لویه دوکه ده چې سزا به یې حتماَ ویني .
زما د غه څو بدرنګو خبرو لپاره د اوراښاد الفت صیب دغه بیت کافي دي .
په ظاهر لباس د هیچا مه غولیږئ
منځ یې ګورئ چې چغزین دی که مټاک.
۱۳۹۲ ـ ۴ ـ ۱۲
هلمند تلویزیون