په هند کې د شیرشاه نامو د ډلي څخه یو داسي بادشاه تېر سوی دی چي د هغه ښه اعمال تر اوسه پوري خلک نه هیروي ، هغه ډېر زړه ور، بې حده هوښیار ،انصاف خوښوونکی او یو مدیر بادشاه وؤ، هغه د عدالت د پلي کولو لپاره ډېر کارونه وکړه او داسي قوانین یې جوړ کړه چي تر اوسه پوری د هند حکومت ګټه ورڅخه اخلي.
د انصاف په پلي کولو کې هغه دومره ښه وؤ چي دهغه زوی به هم ورڅخه پدې برخه کې بخښنه غوښته.
یو ورځ دده زوی عاقل خان پر فیل باندي سپور او روان وؤ چي په لاره کي د یو بزګر کور په مخه ورغلی، د بزګر د کور دیوالونه ډېر کښته وه چي پدې وخت کې د بزګر ښځه لمبېدله شهزاده چي ورته وکتل د خوړل سوي میوې پوستکي یې پر ښځي باندي وروغورځوله او په خندا خندا کې ولاړی ، ښځي چي پوستکي ولیدل لوړ یې وکتل چي شهزاده پر فیل باندي سپور دی ژر ژر یې خپل ځان پټ کړی او ویې غوښته چي لمبېدو ته خاتمه ورکړي بزګر ورته وویل چي ته هیڅ فکر مه کوه زه همدا اوس پاچا صیب ته ځم هغه ډېر مهربانه او عادل سړی دی د عدل او انصاف پر برابر د هیڅ یو چا لحاظ او خاطر نه کوي زه همدا اوس خپل د بې عزتۍ بدله د شهزاده څخه اخلم ، ښځي یې ډېر ورته وویل خو بزګر و پاچا ته ورغلی او فریاد یې پر وکړ، سمدستي شهزاده راوغوښتل سو دده په مخ کې بزګر ټوله کیسه وکړه ، پاچا د شهزاده وخواته مخ ورواړوه او ورته یې وویل بدبخت انسانه د خدای د غضبه څخه نه بېرېږې وروسته یې امر وکړئ چي بزګر پر فیل باندي سپور کړئ او د شهزاده د کور ومخته یې تېر کړئ او دشهزاده ښځه د بزګر و مخته راولئ او بزګر ته د میوؤ پوستکي په لاس ورکړئ چي د شهزاده پر ښځه باندی یې وغورځوي.
د پاچا په دربار کې ګڼه ګوڼه سوه آمیران او وزیران پاچا ته په زارۍ سوه چي پاچا صیب دغه سزا د شهزاده لپاره مناسبه نه ده کمه بله سزا ورته وټاکئ، پاچا صیب خپل پر خبره ولاړ وؤ هغه د هیڅ یو چا خبره نه منل فقط دومره یې وویل چي زما په مخ کې لوی او غټ ، سرمایه داره او غریب ټول یو شان دي زه مي خپله پرېکړه نه بدلوم.
بزګر چي د پاچا دا خبري واورېدې پاچا ته یې وویل چي پاچا صیب بس زه شهزاده بخښم ماته خپله بدله ورسېده.
پاچا چي د بزګر دا خبره واورېده څه کرار سو وروسته یې امر وکړئ چي بزګر خوشحاله کړئ څه روپۍ ورته ورکړئ. امیرانو او وزیرانو هم همداسي وکړه شهزاده هم د بزګر څخه بخښنه وغوښته او د یوڅه سرو زرو مرسته یې هم ورسره وکړه.