ګل رحمان رحماني

     د پنجشنبې ورځ ورته د اوونۍ د نورو ورځو په پرتله ډېره په زړه پورې وه، د شپې باران ورېد لی و او د سهار په ځلانده لمرکې هرڅه دومره ښکلي ښکارېدل لکه کوم انځورګر چې دده د خوښې منظره انځور کړي، د بڼ د ونو هرې پاڼې د لمر وينځلو وړانګوته يو ډول ځلا او زړه را ښکون درلود.

   د بڼ په يوه څنډه کې د پوهنتون د درسي خونو تازه رنګ شوې ودانۍ د لمر له وړانګو سره لا پاکې او سپينې ښکارېدې، د سهيل له هرقدم سره د پلې لارې له څنډو د پرخې يخ څاڅکي د هغه پايڅوته وربادېدل اوده هم يوډول خوند ورنه اخيسته.

داسې ورته ښکارېده لکه پوهنتون کې يې چې له تېرو د دوکلونوراهيسې د لومړي ځل لپاره داسې يوه ورځ ليدلې وي، لکه يوکليوال سړی چې د لومړي ځل لپاره ښارته ولاړ شي، د صبر لوړو ونوته يې وازه خوله نيولې وه ، د مرغانوشور ماشور او سهارنۍ وږمه چې د سيندله خوانه راتله، هغه ته عجيبه ښکارېده.

زړه يې غوښتل مرغه شي،له خپلوکتابونوسره چې په تور بيک کې يې اچولي وو، والوزي ، د پوهنتون په پراخه بڼ کې وګرځي او ژر ټولګي ته ځان ورسوي، خپل ټولګيوال د نورو ورځو په څېر په غېږکې ونيسي.

څوقدمه چې وړاندې لاړ نورهم حيران شو، د شهادت ګوته يې په غاښ کېښوده او د يوې ودانۍ مخ کې يې د زده کوونکواواستادانوګڼې ګوڼې ته پام شو چې په يوه کوچني پټي کې يې د تخمونواو کرښو په اېستلو خبرې کوې.

لږ وړاندې څومحصلين د نوې جوړېدونکې ودانۍ څنګ ته په جنجال وو، ټولو يوڅه په کتابچوکې ليکل، بيابه يې خالي اسکلېټ ته ورته ودانۍ ته وکتل ، پاسني پوړ ته يې ګوتې نيولې، ځاى پر ځاى و درېده او د لېوني په څېر له ځان سره په خبرو شو.
واه ، واه دا محصلين څومره ښکلي شوي، وګوره له مخ نه يې نور ورېږي، داڅنګه يوبل ته خاندي …اوهو….عجيبه ده، لکه خوب چې وينم ، واهغه اکملی ګوره تر پرونه چا څنګ ته په څوکۍ نه پرېښوده نن يې دانجينرانوخولۍ په سرکړې او پر سمنټي دېوالونو رجې را کاږي…

همداسې وړاندې ولاړ، سريې ځوړنداچولی و ، غاړې ته يې لاس کړ ، د پوهنتون کارت يې له غاړې رابهرکړ، خپل تصويرته يې وکتل اوبيا يې شونډوته نږدې کړ، بيايې هم له ځان سره خبروته دوام ورکړ.
زه اوس له چاکم يم ، ماته هم خلک ډاکترسهيلى وايي، سهيلی يې خيردی له مينې به راته وايي، خو د ډاکټر کلمه خو راسره راځي .که له طب فارغ نه يم ، نو سر له اوسه خومې تر روغتونه ځان رسولی، فراغت ته مې دوه نيم کاله پاتې دي، داسې وخت به راشي چې معاش به راکوي، بوه بله درېشي به هم واخلم، نه ، نه دوې درې به واخلم… دوی خوبه نه راته وايي چې راغلی يې همدايوه درېشي لرې…

په دې کې نوڅه خبره ده، پاکه ده، اخر له ډېروکسانونه خو پاک ګرځم ، خبرې يې بس کړې، تګ ته يې دوام ورکړ، د خپل ټولګي په وره کې تم شو، ټک ټک يې وکړ ، بيايې ځان ته وکتل، د لومړي ځل لپاره يې د ډاکترانو نوې سپينه چپنه اغوستې وه .

د ټولګې د وره له خلاصېدو سره ور ننوت، د ټولو ټولګيوالود موسکا ډکې خولې ورته را واوښتې او د واه – واه سهيل جان راغی نارې اوچتې شوې ، ټول ښکلي شوي وو، سپينې چپنې يې اغوستې وې اود حاجيانوغوندې معلومېدل ، سلام يې وکړ، ناڅاپه ورغی، د بوډا استاد لاسونه يې ښکل کړل، خپلې ټولګيوالې غوټۍ ورته څوکۍ پرېښوده، هغه شاته پاڅېده .اوده ته يې په معصوم اندازوکتل .
ډاکترسهيله! کښېنه، ته خوډېره موده وروسته راغلی يې .
حيران شو، په څوکۍ کېناست اوله ځان سره يوځل بيا په خبرو شو .
خدايه! داولې وايي چې ډېره موده وروسته راغلی يې، زه خو هره ورځ راځم ، صرف نن مې درېشې لږ پاکه وينځلې .
سپين ږيري استاد ورته وکتل اوپه موسکايې وويل
سهيل بچو! نور لږ وختي راځه چې مهم درس درنه تېرېږي ، اخېر دا نور هلکان هم له ليليې نه راځي خو…
ده يې خبره ورپرې کړه .

وبښه استاده! نن پنجشنبه ده ، کورته ځم ځان مې چمتوکاوه …

ټولووخندل اواستادبياد خط کش غوندې اوږده دړه په څنګ کې ولاړانساني اسکلېټ او بيا ککرې ته ورنږدې کړه .

بچيانو! د انسان مغز يوداسې کمپيوټردی چې تراوسه يې يوازې پنځلس فيصده برخه په کاراچول شوې، څو چې خپله دغه شتمني د وطن لپاره وقف نه کړو، د سوکالۍ خيال کول ډېره لرې خبره ده، هر وخت به د نورومزدوران وو .

وروسته له دې يې دانسان د مغزپه اړه لکچر ته دوام ورکړاود سلو په شاوخواکې محصلينو ورته ارام غوږنيولی و، په ټولګي کې يخه هوا چلېده ، د لويوکړکيود ښېښو پر وړاندې د بڼ ونوټالونه خوړل او مرغانو شور ماشور جوړکړی و.

   سهيل هم استاد ته غوږ نيولى و اوترڅنګ يې د منظرو ننداره کوله، ټولې منظرې ورته نن دېرې عجيبه ښکارېدې، د لويواوکوچنيو ونو د سرونو پاڼې اوشنې څانګې د لمر پر وړاندې هره خوا زنګېدلې اوسهيل يې د ماشوم په څېرله ځان سره اخيستی و.

نن ورته داسې ښکارېده لکه دغه ونې چې يې پخوانه وي ليدلې، لومړى ځل يې ګوري، بيايې فکروکړ چې شايد بېګاني باران به دومره ښکلې کړې وي، بس په همداسې يوه ذهني کشکمش کې را ګير و.

دوه- درې ځله بوډا استاد خپلې خواته راجلب کړ او درس ته يې د غوږنيولو ورته وويل، خويوه شېبه به نه وه تېره چې بيابه يې پام دکړکۍ خواته واوښت ، خدای خبر په کومو خيالونوکې به تللی و چې بوډا استاد يې په پوره زورسره ښی غوږکش کړ.

پورته يې ترپ کړل ، سترګې يې مخامخ پر لس پوريزه ودانۍ ولګېدې، دکولنګ لاستی يې له موټي خطا شو، د ودانيو ترمنځ په وړه کنده کې يې د خاورو او ګاټو په منځ دېواله ته ډډه وهلې وه، غوږ يې داستاد په ځای دايراني صاحب کار په لاس کې و او د هغه نارو يې په غوږکې انګازې کولې …

بچه اوغان بالاشو، اين جای خواب کدن نيست، جاى کار است … سترګې يې وموښلې، د ټولګيوالوڅېرې يې يو پر يو له ذهنه بېرته يوه لرې ويجاړ هېوادته وتښتېدې ، ساعت ته يې وکتل، ورياد شول چې نن د پوهنتون په طب پوهنځي کې د هغه د ټولګيوالو د وروستي سمسټرازموينې پيلېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *