په هلمند ولايت کې د ودان افغانستان ګوند دفتر د روان کال د اسد پر ۲۹ مه يوې ځانګړي ګړۍ د خپلي شومې هيلي د شړۍ کېدلو په موخه وواهه او د کمپيوټر په شمول يې يو شمير نور وسايل ولوټل او په دې توګه يې بدلون اوونيزه د دوو مياشتو لپاره له پښو واچوله.
خو بدلون پالونکو د تېر په څير دا ځل هم خپل د مبارزي په فکري سنګر کي، خپل ايمانو، خپل تعهدات او خپل وجدانونه ثابت کړل او پرته له کومې مايوسۍ و ناغيړۍ يې د بدلون د بيا راپېلولو هڅي پيل کړي.
دوی د خپل ميړني ولس په هڅوني او اوږي ورکوني سره دادی يو ځل بيا په ډېرو سختو حالاتو و کمو امکاناتو اوونيزه راپيل کړه.
موږ يو ځل بيا په ننګرهار کې له احمدالله عادل، په کندهار کي له نورالباري مل، حاجي ظاهر جان څرک، حکمت الله څرک، جاويد وطنيار، رحيم نثار، انجينر ايمل سجاد، په هلمند کي له محمد شريف عظمي، غلام نبي شاکر، مسود احمد سيلاب او حبيب الله ذکي څخه ځانګړي يادونه او مننه کوو.
يادونه: که غواړئ چي بدلون اوونيزه په پي، ډي ايف بڼه تر لاسه کړئ، نو خپل ايمل ادرسونه راته پريږدئ چي هره چهارشنبه يې پرته له کم قيد و شرطه درته واستوو.
salamona oh niki hili mata pdf ra email ka