جنګ او سوله
د سولي د ورځي(د سپټمبر۲۱) په بهانه
جنګ په هر زمان ومکان کې، د هر چا له خوا، په هر مورد کې او په هر نامه یوه ناانساني پدیده ده؛ ښایي هر جګړه مار د خپل خونرېز د مشروعیت لپاره، بېلا– بېل توجیهات تبلیغ کړي او ځان برحق وګڼي، ممکن د خپل جنګي حقانیت لپاره پر یو شمېر قوانینو آن نړیوالو پرنسیپو خپل استدلال تکیه کړي، خو د هر روا او ناروا جګړې نتیجه یوه وه او ده، چې هغه تباهي، مرګ- ژوبله، او د بشري حیثیت لوټمار دی، پر همدې اساس په انساني افکارو کې هېڅ جنګ مقدس نه دی بلکې کرغیړن، رد او له بشري کرامت سره په هر حال کې منافي دی.
د ودان افغانستان ګوند په کړنلار کې دا عقیده تسجیل ده چې، وسله جوړونه انسان دښمني ده، ځکه د وسلې جوړونې وجودي فلسفه حتماً د یوه نه یوه انسان سر ته د خطر ګواښ دی، موږ ته د وسلې جوړوني لپاره د جواز و ضرورت هر دلیل او هر منطق یوازې او یوازې یوه وحشي بهانه ښکاري، ځکه په ټول بشري تاریخ کې هره جنګي وسیله او وسله هېڅکله د بشري ښېرازۍ لپاره نه ده کارول شوې؛ د هېڅ انساني تمدن په بنسټ کې د وسلې برکت نه تر سترګو کېږي، که یو شمېر پرمختګونه د وسلې په زور رامنځته شوې هم وي، نو د سرونو، عزتونو او د وینو په قیمت؛ او موږ ایمان لرو چې هېڅ تمدن، هېڅ بریا او پرمختګ د یوه انسان په یوه سر نه ارزي؛ اصلاً هغه تمدن چې په بنیاد کې یې سرونه کارول شوي او خټه یې په وینه خیشته شوې وي، دا تمدن نه دی بلکې د وحشت او ظلم ډاروونکی یادګار دی، چې هېڅ ډول سپېڅلتیا نلري او نه باید په درنښت ورته قایل شو.
افغان انسان ځکه له جګړې او وسلې څخه سخت بېزاره دی چې زور او نتیجه لیدلې او د دغې نتیجې سوخت یې د وجود په ذره- ذره درک کړی دی.
موږ فکر کوو چې د جنګ ناروا ثابتولو لپاره خاص استدلال ته ضرورت هم نشته ځکه زموږ ګلالی افغانستان د درو نیمو لسیزو راهیسې د جنګ په جهنم بدل دی، په دغه دوزخ کې د افغانستان ټول عظمت او پرتم، ټول هست و بود، ټول مادیات- معنویات و سوځېدل او لا هم سوځي؛ څنګه کېدای شي دا بې مثاله وراني او دا بېساري وحشت توجیه کړای شي؟
هغوی چې یې توجیه کوي یا انساني زړه، بشري عقل او عواطف نلري یا هم د افغانستان د پاکي مور اولاد نه دی.
د افغانستان د ټولو معاصرو جنګو فتواوې همېشه په بهرنیو دارالافتاوو کې د پردو د سیاسي ګټو پر اساس ترتیب شوي او زموږ یو شمېر جاهلو او جهالت ځپلو پردیپالو یې تطبیق ته په ټول زور ځانونه ستړي کړي او وژلي دي او نن یې دردوونکي، شرموونکي او بربادوونکي نتایج په غوښو او هډوکو احساسوو.
ودان افغانستان ګوند د افغان انسان د ژوند-شراېطو د سمون لپاره سولییزه مبارزه کوي، هر ډول تاوتریخوالی او تشدد ردوي، جنګ په هېڅ وجه نه مني او د حتمي سولې لپاره یې کار او شعار سره هماهنګ دی.
موږ ټول پرمختګ، ټول عزت او ټول وحدت یوازې په سوله کې ممکن بولو او په افغانستان کې د سرتاسري او دایمي سولې لپاره پر هر د انسانیت په ګاڼه پسوللي افغان انسان باندې د مشترکي- سولییزې مبارزې ږغ کوو.