د ملي پروسې په نوم د سترې حماسې پیل ریښتیا هم په بدلون سره وسو، داسې بدلونونه پکښې ولیدل سول چې د ټاکنو د پای ته رسیدو سره سم باید د دوام پر ځای د بس شعار کارول سوی وای لاکن له بده مرغه بدلون لاهم دوام وموم.
د ټاکنو د پایلو د اعلان سره سم په هیواد کې ناندریو د ایالاتو د باندنیو چارو وزیر جان کیري د تیرې جمعې په ورځ د کابل په لوري په الوتکه کې کښیناو، نوموړي کابل ته په رسیدو سره سم د خپل سیال حامد کرزي سره ولیدل او له هغه وروسته د ټاکنو د پایلو نه منونکي نوماند عبدالله سره وکتل، د لیدنو کتنو دا لړۍ د ټاکنو احتمالي ګټونکي اشرف غني احمدزي ته هم ورسیده. او پوره څلورویشت ساعته وروسته د یادو لیدنو کتنو د پایلو اعلان په یوه مطبوعاتي کانفرنس کې هیوادوالو او نړیوالو ته ور واوریدل سو.
مطبوعاتي کانفرنس ظاهراً داسې ښکاریده چې ګواکې د ایالاتو د باندنیو چارو د وزیر په منځګړیتوب د ټاکنو پایلو ته غاړه نه ایښودونکۍ نوماند عبدالله هر څه ومنل لاکن په اصل کې غني هر څه ومنل.
د هیواد په تاریخ کې افغانانو په ټاکنو کې په دومره خوښۍ او ولولې برخه نه وه اخیستې لکه دا ځلې، په ټاکنو کې د افغانانو په ځانګړي ډول د پښتنو په دومره لوړه کچه برخه اخیستل دوه عمده لاملونه لرل، لومړی دا چې په دې تیرو دیارلسو کالونو کې پښتنو تر بل هر چا ډیره قرباني ورکړه او بل د اشرف غني احمدزي شعارونو خلک دې ته و هڅول چې د تیارې وورسته رڼا هم سته او ښایي رڼا همدی راوړي.
د ټاکنو لپاره د نوم د ثبت پر مهال د نوماندانو شعارونه (سلوګنز) په ختمیدو سول، یو د بل شعارونه يې کاپي او الفاظ یې بدل کړل، په دې لړ کې اشرف غني احمدزي خپل کمپایني شعار بدلون او دوام (تحول و تدام) مانا یو بدلون به رامنځته کیږي او دا بدلون په دوام مومي. ریښتیا هم یو بدلون را منځته سو او لاهم دوام لري.
د بدلون پيل ښاغلي د عبدالرشید دوستم د لومړي مرستیال په توګه په ټاکلو پیل کړ، د دوستم جنایتونه او جرمونه له هیڅ چا نه دي پټ لاکن ولس بیا هم د دې لپاره چې د نړۍ دویم مفکر دا کار وکړ او ده ته یې سترګې وراوښتې نو د دوستم لپاره یې هم مرسیي ویل پیل کړل، د خلیلي لخوا پیژندل سوی د نوموړي د دویم مرستیال سرور دانش ته هم ولس خپله غیږه خلاصه کړه او د خلیلي په غزني کې خیمه وهل او کوچیان له خپلو ځمکو شړل، وهل ټکول، د پښتني ولایت غزني څخه ولسي جرګې ته یو واحد پښتون ته هم اجازه نه ورکول، دا هر څه ولس هیر کړل ځکه چې دویم مفکر ته هیلې وې. د نوموړي سره د شمال د پخواني قومندان احمد شاه مسعود د ورور او د ولسمشر حامد کرزي پخواني مرستیال ضیاءمسعود یو ځای کیدو او د نوموړي لپاره د هیواد په اساسي قانون کې تعدیل ته هم لبیک وویل، ولس د ضیاء مسعود کړنې او ټولې پخوانۍ څرګندونې آن د ډیورنډ د کرښې تر موضوع پورې هیرې کړې او د نوموړي او د نوموړي د یارانو جنرال جرت او قومندان الماس د نوم مرسیې یې هم وویلې او دا ښاغلي یې ملي اتلان خطاب کړل.
د دې سره سره د لوی ننګرهار، کندهار، هلمند او نورو پښتني سیمو توپکیانو ته هم د دویم مفکر لپاره ولس غیږه خلاصه کړه او د دوی لپاره یې مرسیې وویلې، ټاکنې پیل سوې ولس په خپل ټول توان غني ته رایه ورکړه آن هغه خویندې او میندې د رایو اچولو صندقو ته ولاړې چې خپل ټول ژوند یې د څلورو دیوالو په بنده کلا کې تیر کړی وو او غني یې بریالۍ کړ. غني د بریا سره سم د نوموړي د سیال عبدالله بابولالې پیل سوې، هره ورځ به یې مطبوعاتي کانفرنس را غوښت او غني او پلویان یې په ځانګړي توګه د لویې پکتیا ولس ته یې د غلو او پسو خطاب کوی لاکن زموږ مشر چپه خوله پاتې و، ولس له هره طریقه خپل مشر ته پیغام واستوی چې ته خپله نه یې راغلی او نه تا په خپله ګټلې ده دا موږ و چې ته مو بریالی کړې دا زموږ رایې وې چې اوس ورته سپکاوی کیږي لطفاَ اجازه راکړه چې موږ په موږ لګیدل سوي تورونه سپین کړو، موږ هغه ولس یو چې تاریخ هم زموږ دی هیواد هم زموږ دی، قرباني هم موږ ورکړی او د حل لاره یې هم یوازې زموږ سره ده، لاکن مشر ویل چې تاسو صبر وکړې کار سم دی.
په دې کې شک نه سته چې افغانستان په نړۍ کې یو له هغه هیوادو څخه دی چې زدکړې (سواد) کچه یې شل سلنه ده، نو ښکاره خبره ده چې د هیواد اتیا سلنه ولس د نوموړي په سیاسي برنامو نه پوهیدل یوازیني شي چې ولس یې د اشرف غني لور ته مات کړ هغه (سهامي شرکت نه غواړو، جوړ جاړی نه کوو) شعارونه ول.
خو له بده مرغه د تیرې شنبې په ورځ ښاغلي اشرف غني احمدزي له عبدالله سره د ګډ حکومت د جوړونې اعلان وکړ، که څه هم په مطبوعاتي کانفرنس کې یوازې درې ټکې وویل سول، رایې باید له سره وشمیرل سي، د کمیسون لخوا اعلان باید دواړه نوماندان ومني او هر نوماند چې ګټونکی سي دواړه به په ګډه حکومت جوړوي. لاکن تر مطبوعاتي کانفرنس وړاندې تفاهم ته رسیدل په درې ټکو نه دې سوی، او نه هم د جان کیري د راتګ سره سم په څلرویشتو ساعتونو کې یوسل او پینځوس پاڼې پروپوزل جوړیدی سي، ښکاره خبره ده چې د بدلون او دوام ټیم له پخوا لا د ګډ حکومت په جوړولو بوخت و.
په نړۍ کې ائتلافي حکومتونه جوړ سوي دي او سته لاکن د ائتلافي حکومت ډول یوازې په فیډرالي یا داسې ویلی سو چې په پارلماني سسټم کې رامنځ ته کیږي هغه مهال چې یو ګوند په پارلمان کې پینځوس جمع یو څوکۍ خپلې نه کړي نو یو دویم ګوند له ځان سره یو ځای کوي تر څو ټاکل سوي څوکۍ پوره کړي او دریم ډیرې څوکۍ ګټوکنی ګوند اپوزیشن سي. خو دلته بیا خبره کاملاَ بل ډول ده، نه نظام پارلماني دی او نه هم د پنځوس جمع یوموضوع ده. ګټونکی له ورایه لا مالوم دی خو خبر د بدلون او دوام ده.
د دې اعلان او څرګندونو وروسته ښاغلي اشرف غني او د نوموړي ټیم په وار وار وویل چې موږ تل د ملي مشارکت (ملي یووالي) پر حکومت ټینګار کړی او آن دا چې زموږ په منشور کې تل ملي حکومت په رامنځته کیدو خبرې سوې، زما په اند یا خو دویم مفکر او د نوموړي ټیم دومره ستر مفکرین دي چې د دوی خبره او طرحه د عام افغان د پوهې له کچه ډیره لوړه ده او یا خو په سیاست هیڅ نه پوهیږي چې څه ډول ولس خطا باسي. د عبدالله د کمپاین د شعار په توګه (همګراهي) چې تر ننه یې ولس په مانا نه دی پوه سوی په دغه ډول د بدلون او دوام لخوا د (ملي او ملي یووالي) په مانا ولس نه پوهیږي. آیا ملي دا مانا لري چې حکومت کې باید هر اهله او نا اهله برخه واخلي ځکه چې ملي یووالۍ دی، آیا پرهیزګاران او مجرمین سره یو ډول چلند وسي ځکه چې ملي یووالی دی؟؟؟
او که موضوع د وړتیا او د اهلیت پر ځای د ملي یووالي هم وی نو دا کار خو ښاغلي اشرف غني احمدزي ډیر پخوا وکړ، لکه څنګه چې مې پورته یادونه وکړه، دوستم، دانش / خلیلی، د پښتني سیمو توپکیان او ضیاء مسعود دا څه دي، که ولسمشر پښتون وی نو یو مرستیال یې ازبک، بل یې هزاره، او څلورم کس چې د هغه لپاره د هیواد په اساسي قانون کې به تعدیل راوړل کیږي تاجک دی، هغه نه یوازې تاجک دی، بلکه د نظار د شورا له مشرتابه څخه دی او تر ټولو لویه خبره دا ده چې د احمدشاه مسعود ورور دی، نو تاجک ته تر دې ستره ونډه بله کومه کیدی سي، چې قانون تعدیل سي او د اجراییه رئیس په توګه یو نوی او باصلاحیته موقف ورکول سي نو ملي مشارکت ډیر ښکاره دی، لاکن د عبدالله سره دا منل چې رایې له سره وشمیرل سي، ملي یووالۍ نه بلکه سهامي شرکت دی، هغه دوکانداري ده چې ښاغلي غني نیوکې پر کولې. اصلاَ د رایو شمیرنه هم په بشپړه توګه بې مانا ده ، ځکه چې پایلې که هر څه وي حکومت به ګډ وي دا رایې یوازې د دې لپاره شمیرل کیږې چې په راتلونکي حکومت کې هر یو د خپلې فیصدی پر بنسټ ونډه ولري، نو چې سهامي شرکت مو جوړی بیا مو نو ولې په میلونونه ډالر مصرف کړل، ولې مو د خلکو ګوتې پرې کړې، ولې مو د ډالر پر وړاندې افغانې ۵۹ ته ورسوله، ولې مو پوهنتونونه بند کړل او ولې مو د وزارت مالیه ټول کوډونه خالي کړل.؟؟؟
بعض هیوادوال اوس هم په دې باور دي چې د ګډ حکومت څخه به عبدالله ته د یوه وزارت ورکولو هدف وی، عبدالله ته که د وزارت موضوع وای نو دا وړاندیز دا تیر لس کاله حامد کرزي په وار وار کړی دی، د عبدالله سره ګډ حکومت مانا، څو مهم وزارتونه، ولایتونه او سفارتونه دي او د نوموړي سره پښتانه ملګري به یې هم بیرته پر پښتنو تاوان وي مانا هغو ته ورکونکي وزارتونه، ولایتونه او سفارتونه به په حکومت کې د پښتنو د ونډې استازیتوب کوي حال دا چې د پردې تر شا به د نوموړي پر ټکټ د راتګ خبرې کیږي او نوموړی خپله به په عین وخت کې د یوه قوي اپوزیښتن په څیر هم خپلې دندې پر مخ بیایي، نوموړی به په کور کې ناست په حکومت نیوکې کوي او حال دا چې لږ تر لږه څلویشت سلنه حکومت به یې هم خپل وي.
د سهامي حکومت په جوړونه کې بیا حامد کرزی تر ښاغلي اشرف غني احمدزي غښتلی او پیاوړی و، نوموړي تر ټاکنو وړاندې د خپلو مرستیالانو سره د شرکت سهم ویشلی و لاکن غني تر ټاکنو وړاندې د خپلو مرستیالانو، بیا د ټاکنو په جریان کې د ضیاء مسعود سره او بیا د ټاکنو د ګټلو وروسته د خپل سیال او هغه ډلې سره د شرکت سهم وویشی چې تصور هم نه کیدی. سیاست او لیډرشپ مفکرتوب نه غواړي ځکه که داسې وای نو د نړۍ لومړی مفکر چې دا پینځلس کاله کیږي چې مسلسل د نړۍ لومړی مفکر دی باید د خپل هیواد ولسمشر وای لاکن د چا یې نوم هم نه دی زده، او په دغه ډول دریم او څلورم مفکرین. سیاست او لیډرشپ قوي اراده، ولس ته هر څه سپین او ریښتیا ویل او د خدمت جوګه کیدل دي. دا ښکاره خبره ده چې د قدرت لپاره سیاسي جوړجاړی او ائتلافونه رامنځته کیدی سي لاکن بیا دې د بل دغه چار ته سهامي شرکت او خپل عین عمل ته ملي یووالي نوم نه ورکوي. دا څرګنده سوه چې غني ته هم قدرت ښه په خرپ خوند ورکوي. او که چیرې دې بدلون دغه ډول دوام وموم نو ډیر ژر به عبدالله یو درې څلور میلونه ډالر نور هم مصرف کړي او د ولسي جرګې په ټاکنو کې به پنځوس جمع یو څوکۍ خپلې کړي او دا قوا به هم د ده سي نو غني به په دې سهامي شرکت کې ډیوالي سي.
د سرلوړي او سوکاله افغانستان په هیله…
انتهایي په زړه پورې، مهمه او ریښتینه لیکنه ده.
که څه هم ترخې وي خو ښاغلی لیکوال تل پر حقیقت ولاړې لیکنې لیکي، حقیقت خو نو وي تریخ
د لیکوال او تاند دې کور ودان وي.
zoy jana!
wayem per qalam aw zwani di barakat sha
ka daasi nor zwanan wa lro afghanistan be wadan shi