بدلون د معنا په لحاظ تر ټولو غوره کلمه ده چې په ټوله کې د سیاسی بنسټونو او ټولنیزو جوړښتونو په هکله د استعمال موارد ډیر لري. بدلون په لغت کې د منقلب یا د بیخه تغیر مفهوم لري چې په عامه کې د دولتی بنسټونو کامل تغییر له ځانه سره لری که د بدلون کلمه په دري معنا سي نو منقلب چې بهیر یی انقلاب بلل کېږی، تعبیریږي. په ماهیت کې د دې کلمې سره د ټولنې ټیټه طبقه یا زحمت کش قشرونه ډیر علاقمند دی ځکه هغوی پر ټولنه حاکمې وضعی ستړي کړي وي او نه په یوه برخه کې بلکې بنسټیز تغییر یا په ټولو برخو کې د بیخه تغیر غوښتونکي وي. په لنډه کې که بدلون انقلاب معنا کېدای سی خو له بده مرغه ځنی کړۍ د دې کلمې سره د حساسیت له کبله بدلون په دری کې د تحول په معنی تعبیروی پداسی حال کې چې دا ډول کړنی یا تعبیر سر بیره پردی چې د سیاسی قاموس سره جفا ده د ولسونو په سترګو کې د خاورو د پاشلو مفهوم لرلای سی.

له بله اړخه که د هیواد په اوسنی شرایطو کې چې یقینا اکثریت ولسونه ناراضه دی د بدلون کلمه رامخ ته کړل سی اما تر دغی کلمی لاندی د حاکمیت د چینی څخه اوبه چیښل کېږی او د هغه د بقا هڅه کېږی نو دا د ولس سره جفا یا ولسی غولونه بلل کېدای سی ځکه د بدلون مفهوم د دولت یا حاکم جوړښت روبینایی او زیربینایی بنسټونه په ټوله کې منقلب کول یا کاملا تغیر کول بلل کېږی. اما دا پدیده هیڅکله د دولت د پوټانسیل څخه په استفاده نسی پیاوړی کېدلای. خو که منفی هوښیاری وکړل سی او بدلون په دری د تحول په معنی تفهیم کېږی او د حاکمیت د چینی څخه پیاوړی کېږی نو بیا د بدلون د کلمی استعمال هیڅ ډول توجیه نلری ځکه بدلون کاملا د حاکمیت سره په تضاد یا دښمنی کې وی او حاکمیت ته د پای ټکی ایږدی.

دا سمه ده چې د هیواد په فعلی شرایطو کې په فردی ټوګه ډاکتر غنی تر بل هر بدیل د تایید او ملاتړ وړ دۍ او اوسنی شرایطو ته په کتو د ډیرو صفاتو لرونکۍ دی چې په تیرو درو لسیزو کې یی سارۍ ندۍ ترسترګو سوۍ ملاتړ یی ګناه نده خو که څوک وغواړی دده د ملاتړ لپاره د ده د امکاناتو څخه په ګټه اخیستو په کتلوی شکل سو تعبیرات رایه کړی دا بده خبره نده حتی نیک کار دۍ اما د بدلون د کلمی څخه ګټه اخیستل انحرافی بڼه لری او ګناه ده بدلون مطلق انقلاب دۍ او د ملاتړ مفهوم نسی لرلای هیله می دا ده چې هغه دوستان چې واقعا اصلاحی مفکوری لری د شخصی ګټو لپاره سیاسی منل سوی مفاهیم د ولس په ذهن کې په غلطه تعبیر نکړی په خاصه توګه هغه کسان چې تر پرونه یی د انقلاب چیغی وهلی او د انقلابی حاکمیتونو څخه تغذیه سوی وی او په تمامه معنا د بدلون په معنی پوهیږی امالازمه به نه وی چې نن د یو جزوی ګټو لپاره د ولس په ذهن کې بدلون په تحول تحریفوی او دا تحول د حاکمیت له جیبه پیاوړۍ کوی. افغان ولس په تیرو څلورو لسیزو کې ډیر ځوریدلۍ او استثمار سویدۍ لږ رحم پر وکړۍ نور یی په غلطو تعبیراتو مه خطا باسۍ په زغرده کېدای سی د حاکمیت ملاتړ وکړۍ په خپله عقیده مه شرمیږۍ نور رنګونه مه ورکوۍ.د قدرمنو دوستانو قدر کوم صرف و حقایقو ته یی پام را اړوم هیڅکله به د ملی او مترقی عناصرو په نوم ځان ته ځای ونه مومۍ او هیڅکله به تاریخ افرین درته ونه وایی که ناخود اګاه تر غولونکو کلمو او جملو لاندی حرکت کوۍ لطفا ځان اګاه کړۍ ناوخته ندۍ خپل ضمیر ته  سرلوړی اوسۍ د ورځنی مادی امتیازاتو په مقابل کې ځانونه مه……….که پورتنۍ خبری ګنګی اشاری وی د اړتیا په وخت کې به روښانه کړل سی.

                                    وتمت بالخیر

One thought on “بدلون/ عبدالباری عارض”
  1. سلام
    عارض صاحب: هدف له تبصرې څخه يوازې نظر شريک کول دي کومه سيالې او نيوکه نه ده چې اخلاقا دغه کار د يوه ليکوال په وړاندې لازم نه ګڼم.خو
    بدلون د تغير او د ژوندانه په ټولو مثبتو برخو باندې رڼا اچول
    د سولې،پوهې او پرمختګ په مانا
    د تاريخي رسالت پېژندل ،د ژوندانه اقتصادي او سياسي لارې چاري څېړل د پياوړتيا او اسانتياوو پر مانا
    د ژوند د سمون او سالم حرکت پر ما نا
    د ټولنې د عدالت او مسا وات پر مانا
    د بدلون په هکله شاوخوا ١٤٠٠ کاله مخکې په سوره رعد کې په ډاګه بريښي چې انسان بايد څه وکړي او څه ډول بدلون د انسان ژوند لپاره منطقي او علمي بڼه لري چې د ټولنې د ابادي او سوکالي سبب ګرځي. کله چې انسان ته خداى پاک اراده ورکړي او د شر او خير په لاره کې اختييار هم ورکړي اوس د انسان هڅي د بدلون په هکله بايد څه وى؟ قضيه روښانه ده

    د بدلون په هکله ګاندي په عمل کې داسلامي جهانبينۍ څخه څومره ګټه واخيسته هغه وويل چې د هندوستان په ټولنه کې بايد بدلون راشي اودغه بدلون بيا د “مساکمت ميزې” تګلارې له مخې په ټول هندوستان کې عملي شو که څه هم د نورو مذاهبو په وړاڼدې د غه خبره دي سيا ستا نه کوي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *