ویل ډورانټ د پخوانیو جاپانیانو په هکله وايي، دوی به چې مړي ښخول سره زر، زیورات او قیمتي لوښي به یې هم ورسره ښخ کړل. دا یوازينی قوم و، چې له مړو ډارېدل- ډارېدل چې قهرجن به شي راپابه څېږي او په ژوندیو به غضب راټيټ کړي. دوی خپلو مړو ته د مړو پاتې کېدو په پار رشوت ورکاوه.

په ټولنه کې له غلطو افکارو د سالمو انسانانو ډار همداسې یو بدوي روایت ته ورته دی. موږ چې څه کم څلور لسیزې د افکارو په بې نظمۍ کې تېرې کړې دي د مستبدو خلکو له ډاره د هغوی نظریاتو ته تسلیم شوي یو. هغه افکار چې د افغاني ټولنې ځوانان یوه لویه برخه یې په پټو سترګو متابعت کوي ددوی له ذهن او باور سره اړیکه نلري دغه طبقه مجبوره شوې هروخت تمثیل وکړي او یا په یوه ناپيژندلې لاره هومره وړاندې لاړشي چې راستنېدل یې ناممکن شي.

یو کال وړاندې یو مشر لیکوال لیکلي و په افراطي جریانونو د افغان ځوانانو ورماتېدل د سیاسي‌خواخپورۍ نتیجه ده. لیکوال اشاره کوله چې فکري‌ودې او روشنګرۍ ته نه توجه ټولنه هغه خوار پټي ته ورته کوي،‌چې د مثمرو بوټو ځای شنډې ګیاوې ونيسي. دغه شکایت په اصل کې له هغو فکري بنسټونو او اشخاصو شوی، چې دخپل سالم فکر په خپراوي کې مضر احتياط کوي او د مستبدو حلقو تر اغېز لاندې په تمثیل عادت شوي وي.

د یو شمېر تازه دمو سیاسي‌ افغاني ګوندونو مرامنامې ډېرې ښکلې او په سویه دي، په دغو مرامونو کې ډیره خواري ایستل شوې چې په تخنيکي ډول له بحران نه د ټولنې د راوتلو سیاسي تخنيکي حل لارې په ګوته شي اما هغه خلک چې ددغو افکارو په خپراوي مکلف دي، د ټولنې د یوې خاصې او حاکمې طبقې له مقابلې ویره لري. ددغو میراثي سیاسي ټيکه دارانو پروړاندې هم خپل افکار کوچني کوي او هم په خپل کردار کې داسې ښيي چې د ټولنې حاکمه طبقه پرحقه او واجب الاحترام ده.

روښانه افکار د سیاسي مبارزې ارزښت دی؛ موږ چې د خلکو د ګېډې د مړولو مشروع لارې چارې په ګوته کوو او یا خلک د یوکال ریاضت په نتیجه کې لس کاله بسیا ژوند ته رابولو مانا یې داده چې ددغو اساسي ربړو اساسي حل لارې راسره دي نو څنګه د هغو خلکو له مقابلې وډار شو، چې ټولنه او خلک یې ټول وخت په سهرابونو پسې لېږلي، دخلکو امکانات یې لوټلي او ځانونه یې پړسولي‌دي. له مستبدو کړیو د ټولنې د لوستې طبقې ډار مستبد حاکمیت په میراثي هغه بدلوي او په میراثي اقتدار کې اصلاحات پسته مبارزه نه چې خونړی انقلاب غواړي- هغه څه چې موږ یې د بیا تکرار زغم نلرو.

زموږ ښارونه او کلي د ژوندانه د وضعیت ورته مثالونه دي. درې کاله وړاندې په کابل کې یو جنګسالار زموږ د کارځای ګاونډی و، کله کله به یې چې یوې کاري ورځې ته متوجه شوم، سربه مې وڅرخېد. هغه څه چې د جنګسالار له دربار سره تېریدل. بنده کوڅه، یو خروار بې نظمه ساتونکي، بې ادبه بانډار، د چرسو بوی، د تورو شیشو موټرو کتارونه او……. خو هغه څه چې زه به یې بیخي حیرانولم د نوموړي مراجعین وو، سهار ترماښامه به د سرکار او غیرسرکار غټ غټ خلک ورته راتلل، ډاکتر، ماسټر، متخصص او روشنفکر . هر یو به چې دروازې ته راورسېد ميُين به شو، په تضرع او په ملامات به د جناب دربار ته ورغی، په ما به سروڅرخېد، دا د ملي وحدت او مصلحت سلامۍ نه وې چې جنګسالار ته وهل کېدې، دا ښاغلی واک ویشونکی ( کینګ میکر ) و، د هر ارمان تږي به له دې ځایه فرمان اخیست او په حکومت کې به یې څوکۍ موندله. دوی فکرونه له لاسه ورکړي وو، دوی تر یوه جنګسالار محترم نه وو اوس تسلیم شوي وو او خپله اوږده روژه به یې د همدې جنګسالار په کنډولي کې ماتوله. له جنګسالارانو او مافیايي میلونرانو سره د خلکو د چلند شېوه په ټول افغانستان کې او حتی په هر ښار او ولسوالۍ کې د کابل د جنګسالار د ارادت مندانو تړاوونو ته ورته ده. له عقیدو او باورونو سره د مذبذبو خلکو چلند سیاسي ګوندونه او ګوندي کلتور د خلکو په ذهنونو کې وژلی دی. ددې ټولنې خلک وايي د سیاسیونو اوبخور یو دی مهمه نده چې څومره عوام یې وژلي یا یې ښارونه په وینو غسل کړي دي، مهمه داده چې د واک د ویش پروخت دوی ټول یو دي- ښه او بد نلري.

موږ چې په خپله ټولنه کې مافیايي غټان تحریم نکړو او خپله انرژي په خپلو افکارو د قوي باور په ترڅ کې د دوی د نفوذ پروړاندې استعمال نکړو، د ښوونکو په څېر دخدمت ځينې اصلي کرکټرونه یې پروړاندې محترم نکړو نه یوازې له ټولنې یې محوه کول مهال دي د فکر پربنسټ مبارزه به ټول وخت د مستبد حاکمیت او فاسدو شتمنو تر دم لاندې وي.

بدلون اوونيزه \ لومړی کال\(۸) ګڼه\ چارشنبه\عقرب۲۱\ ۱۳۹۳

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *