په تېر او اوسني حکومت کې یو شمېر څېرو د خپلو اصلي دندو پر ځای د بر حاله موقف نه په استفادې د ارګ څوکۍ لپاره خوبونه لیدلي او د پردیو له هیڅ راز غلامۍ یې مخ ندی اړولی، دوی د پېسو موقف او غلامۍ لپاره به یې د خپلو بادرانو په اشاره د وخت حکومت د تمې خلاف له داسې ادرس نه مبارزه کوله چې د یوې ورځې ناغیړي او کم کارۍ سره به یې د دې وطن د میلیونونو انسانانو برخلیک تړلی وو.
په مزو او چړچو کې غرق دغو چارواکو خدمت خو پر ځای پریږده لا د وخت حکومت د تضعیف لپاره یې تل مټې بډ وهلې وې.
دغه څېرې په تېر او په ځانګړې ډول په اوسني نازک حالت کې ښه تشخیص کولی شو.
دوی د افغانانو د زړنو د ګټلو لپاره داسې حساس او تخریشي مسایل را پورته کول چې په شخصي توګه به یې دوی ته مفاد ډېر زیات خو خوار او کړیدلي ولس ته به یې پڼډې پنډې ستونزې زیږولې.
دوی ولس بې کسه بې وسه لیدلی، له اصلي مسیره یې منحرف کړی د خپلو شخصي ګټو په خاطر یې هر طرف ته چې زړه وي هغې خواته یې څرخوي، دوی د ولسونو تر منځ نفاق رامنځته کړی، دوی د قومي او ستمي ستونزو را منځته کېدو ته خپلو پلویانو ته قومي، مذهبي او فکري درسونه ورکوي.
دوی چې په لوی لاس یې د حکومت ستنې کمزوې کړې نن هغه خالیګاوې حکومت ته پیغور ورکوي چې اصلي عاملین یې خپله دي.
په سلو ناکامیو ازمویل شوې، سولېدلې او بر طرفه شوې څېرې ښه نوم نلري، تاریخ د دوی داسې کارونه ثبت کړي چې را روان څو نسلونه به د دوی په کارونو شرمیږي.
دوی دې جغرافیا، ولس او میشتو قومونو ته وفاداره نه دي، دوی دومره ذلیله دي چې د غلامۍ کړۍ په غاړه کرځوي د خپل بادار د خوشالۍ او د افغانانو د تېر ایستلو لپاره د اولادونو د ودونو په نامه ترکيې ته ځې او له هغې ځایه په ډېرې بې شرمۍ بیا ځلي د داسې ایتلاف د جوړیدو خبره کوي چې افغانانو دا ایتلاف تجربه کړی او ټولې نارواویې د تاریخ په پاڼو کې درج شوې دي.
ممکن دا پوښتنه هم مطرح شي چې قانون دوی ته د مبارزې اجازه ورکړې دا به ومنو چې د دا وړ حرکتونو حق قانون خوندي کړی خو د نیوکې تمرکز مې پر دې دی چې دوی دغه سپېڅلې خاوره د خپلو اولادونو د ژوندانه لپاره مناسبه نه ګڼي نو د دې ځوریدلي، کړیدلي او په غمونو کې د ډوب افغانانو کوم درد ته به دوا شي.
اصل کې دوی د مجهول لوري راالوتلې رواني جګړې برخه دي، دوی د پردیو استخباراتو دلالان دي، تل په ولس لکه اتوم استعمال شوي دي.
اوس یې چې قدرت په خطر کې شوی، چې سرمایې یې د کنګل له خطر سره مخ شوې، دوی چې په ورکو لارو مجبوره شوي، اوس هڅه کوي، حکومت وننګوي، ولس وننګوي او یوار بیا خلک یا د ولس مقدس نوم سپر کړي او د شخصي فامیلي قدرت د بقا لپاره په یو نوي ملک منګولې ونښلوي، د خیانت یو نوی قرارداد امضا کړي او ځانونه په صحنه کې وساتي، خو فکر کیږي، ددوی ګډې وډې منډې ددوی د زوال عمده نښې دي او شاید نور هغه چانس نه وي، چې جنګسالاران خلک لکه نانځکې ولوبوي او حکومت و ګواښي، داسې ایسي، چې دا خلک د یو بل کولاب پرخوا تجرید ته مجبور کړای شوي دي.