په هغه څيړنه کې، چې په کلورادوم  پوهنتون کې شوې،پکې جوته شوه چې خلک په ځان کې دبدو خاطرو دله منځه وړلو احساس پيداکولی شي . په دغه څيړنه کې دهغو خلکو ماغزه څېړل شوي  چې دبدو خاطرو دله منځه وړلو په برخه کې ېې دبدو تصويرونو زدکړه تر لاسه کړې وه او د څنګ برخې دوه لارو کې ښکاره شوه.

دغه تحقيق کولای شي ديو شمير اروايي ناروغانو،چې دخپلو بدو خاطرو په له منځه وړولو کې ناچاره دي او يا هغه ناروغان،چې ويره ،سترس ،وسواس او نور ولري لويه مرسته وکړي .

ددې څيړنې محقيقين وايي :مونږ په دې تحقيق کې ښيو ،چې خلک کولای شي ،چې په يو ځانګړي تمرين سره په يوه ځانکړي وخت کې بدې خاطرې له ذهنه وباسي او مونږ تصور کوو ،چې په هغو عصبي لارو چارو ،چې مونږ لاس پورې کړی اميد لرو ،چې ددې لارو چارو او په راتلونکې کې دنورو لارچارو سره دمختلفو ناروغيو درملنه وکړو.

ددې تحقيق په يوه برخه کې له ګډون کونکو څخه وغوښتل شول ،۴۰ جفت تصويرونه ذهن ته وسپاري ،چې له هرې جوړې څخه ېې يو له بل سره تضاد ولري دمثال په ډول يو ګل يو اغزی،يو روغ انسان يو زځمي يو دخندا او يو دژړا او ځينې نور
دهرو جفتوخاطروديادولو وروسته له ګډونوالو څخه وروسته وغوښتل شول ،چې په ځانګړې طريقې سره تصويرونو ته وګوري او له هغوی څخه ام ار ای واخيستل شو، هغوی وويل يو اځې انساني صورتونه هغوی ته ورښودل کيدل او دوی خپله کولای شول تصمیم ونيسي ،چې منفي تصوير ته فکر وکړي که نه.

ددې څيړنې په لړ کې دمغز سکن شوې برخې ښکاره کړه ،چې دبدو خاطرو لرې کيدل دمغز په څنګ برخه کې رامنځ ته شوي وو.دغه ټيم داکشف کړه ،چې دمغزدڅنګ پردې دوه برخې  هيپوکامپ او آميګدالا،چې دتصويرونو په يادښت او پيداکولو کې لاس لري همداډول دخاطراتو په لرې کولو کې هم کار کوي .

دغه پايلې ښيي ،چې دخاطراتو له منځه وړل په خلکو کې دمغز دڅنګ برخه کې رامنځ ته کيږي .

دغه څيړنه ښيي ،چې ګډونوالو دخپلو خاطراتو پر وړاندې په ځان ښه احساس لاره او ددې خاطرو ديوې خاصې برخې په تړلو په پوره ډول توانيدل ،چې ديو شمير بدو خاطرو پيدا کول بند کړي .پوهان ګمان کوي ،چې  دخاطراتو له منځه وړل کولای شي دمثبت پاتې کيدو يوه ځانګړنه وي .

دامشخصه نده ،چې يو ه ضرر رسونکې خاطره مثلا يو ترافيکي پيښه تر څومره حده پورې دانسان په مغز کې ښودل کيږي ،خو ممکن دغه کس ددې خاطرې دلرې کولو لپاره اړتيارلري ،چې څو څو ځله تمرين وکړي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *