د پنځوکلنو وړاندې خبره کوم نوی له پوهنتون څخه فارغ شوی وم، يوه داسې پوهنتونه، چې ترډېره یې اسلامي عقيده راپيچکاري کړې وه، ورځنی ژوند مې اسلامي اصولو ته په کتو پرمخ ووړ.

د پوهنتون تاثېر و، چې ملګرو ملا بللم که به مې له اسلامي اصولو خلاف کار وليد، نو دستي مې عکس العمل ښود ډېر ملګري مې په همدې وجه له لاسه ورکړل او ورځ تر بله یې شمېر کميده.

پنځه وخته لمونځ، د قران شريف تلاوت، اسلامي تبليغ، ښې کړنې او له بدو تېښته مې د ورځني ژوند ترټولو لويه برخه وه.

اقتصاد مې لکه نن ورځ کمزوری و، دنده مې نه لرله په تلاش کې یې وم، خو دلته دنده پېدا کول څه اسانه خبره نه ده بيا زما په شان سړي ته خوبيخي نه وه.

په دې منځ کې مې يو کليوال، چې د پلار ملګری مې و او د جهاد په دوران کې یې په يوه تنظم کې ورسره کار کړی و په يوه لويه دولتي څوکۍ مقرر شو.

په درېمه ورځ زه او پلارمې يوځای مبارکۍ ته ورغلو ډېر ښه سړی راته ښکاره شو ټولې خبرې یې له قران او حديث څخه وې.

         د خبرو په پای کې یې زما پلار ته وويل، قومندان صيب، که ستا همکاري او مشورې وي زه باور لرم، چې ښه کار به وکړم… په خدمت کې يم هرکار، چې وي امر به کوې… ته خو کار نه شې کولی اوس سپين ږيری شوی يې، که دي خوښه وي ستا زوی به له ماسره کار وکړې ښه عقيدوي ځوان راته ښکاري، زموږ ټولنه همداسې مسلمانو ځوانانو ته اړتيا لري، چې خدمت یې وکړي…

          پلار مې ورسره ومنله او ورته وويل، معاون صيب، زه په تا پوره باور لرم، چې دې مظلوم مجاهد ولس ته خدمت کولی شې؛ خو په هرکار کې به مو هدف د خدای رضا وي اوبس…

دوه ورځې وروسته یې دفتر ته ورغلم په ليدو مې ډېر خوښ شو راولاړ شو په غيږ کې یې ونيولم ستړي مشي مو وکړل او تر نيم ساعت پورې یې يوازې کښېنولی وم په يو شمېر ديني مسايلو یې بحث وکړ، خبرې یې تر هغه تېرې شوې ورځې لاپه زړه پورې وي، خپل کاري اصول یې راته تشريح کړل او له يو شمېر لارښوونو وروسته یې مامورين راوغوښتل زه یې د خپل سکرتر په توګه وروپېژندلم…

په هغه ورځ مې کار پيل کړ په لومړيو ورځو کې له دفتري اصولو سره نااشنا وم ډېر اشتباهات مې کول، يوه ورځ بيا د دفتر مشر وروغوښتم او ويل یې، چې ته نوی راغلی یې ښه به دا وي، چې زه دې په يوشمېر دفتري نزاکتونو پوه کړم.

        د اسلام له نظره یې د آمر(مشر) په اړه خبرې وکړې او وروسته یې وويل، ټول کارونه موبايد منظم وي دومره منظم، چې له موږ او تاسو یې بايد خلک زده کړي، له مراجيعينو سره ښه برخورد او د هغوی کارونه په خپل وخت خلاصيدل زموږ لومړيتوب دی، زموږ يوه لويه برخه کارکوونکي او مراجعين ښځې دي اسلام ښځو ته په يوه خاص نظر قايل دی، د هغوی احترام په موږ لازم دی او دفتر ته په راتګ بايد داسې فکر وکړي، چې دا د دوی خپل کور دی…  هغه خلک که نر وي اوکه ښځه، چې غواړي له ماسره وويني، نو په نوبت به یې دفتر ته راپرېږدې ترڅو، چې ما زنګ نه وي وهلئ نورو کسانو ته به اجازه نه ورکوي او نه به ته راداخيلېږي، ځکه بيا زموږ مجلس اخلالېږي…

ډېرې ښې خبرې یې کولې که رښتيا ووايم په ما ښې لګېدې، يو دوه ځله مې نوره اشتباه هم وکړه، خو ډېره په نرمه لهجه به یې لارښوونه کوله، چې نور بايد داسې ونه شې، داسې کوه.

         يوه مياشت وروسته په کار پوه شوم دفتري نزاکتونه مې وپېژندل او نور مې دې ته اړتيا نه پرېښوده، چې مشر مې راته لارښوونه وکړي ټول کارونه مې په منظم ډول په مخ وړل.

 کارکوونکو به ويل، چې د مشر په راتګ په اداره کې يو لوی بدلون راغی ډېر عالم، هوښيار، مجاهد… سړی دی خدای دې ژوندی لري.

کار دومره زيات و، چې ما به کله ـــ کله د شپې په کور کې هم کار کاوو يوازې په هغو ورځو کې به ارام وم، چې مشر به په بهرني سفر تللی و، خو سفر به تر يوې هفتې زيات نه و، بېرته چې به راغی، نوبيا به هغه مصروفيتونه له سره پيل شول.

يوازې پنځلس ورځې مې هغه وخت په ارامه تېرې کړې او لږ رخصت مې وکړ، چې مشر يوه ورځ راته خپل او د يوې نجلۍ پاسپورټونه راکړل او ويل یې، چې دا مکتوبي د هند سفارت ته ولېږه او ترې وغواړه چې ماته د سياحت او نجلۍ ته زما د ژباړنې په توګه ويزه راکړي…

بېرته چې له سفره راغی، نو کاري مهالوېش یې تغیير وکړ نوربه په اونۍ کې يو/ دوه ورځې په کورکې وو او له يو شمېر خلکو سره به یې ليده کاته کول.

      په کورکې به یې په ټولو غونډو کې حاضر وم؛ خويوه ورځ سئ د سهار په لس بجې راته وويل، نن يوه خبرياله راځي زما اطاق ته یې راوله (په کور کې هغه خونه، چې مشر به په کې يوازې ناست و ټيلويزیون به یې کوت اوکله ــ کله به یې مطالعه کوله) غواړي، چې مرکه ورسره وکړم.

په پاو باندې لسو بجو يوه شا وخوا شل کلنه ښايسته، ډنګره پيغله نجلۍ، چې لوړ قد یې لاره، ښايسته موډرنې جامې یې پرتن وې او يو متوسط اوږې بکس یې په لاس کې نيولی و راغله. د مشر تر خونې مې لارښوونه ورته وکړه او نور ترې د ميلمنو خونې ته راغلم، يو نيم ساعت وروسته مرکه خلاصه شوه او نجلۍ ولاړه.

په سبا سهار دفتر ته ولاړو تر رسېدو وروسته بيا بيروبار شو په لسګونو مراجعين راتلل او وتل تر دوولسو بجو دومره وخت نه و، چې يو ګلاس چای وخورم، په دوولس بجې يوه ښايسته نجلۍ راغله غوښتل یې، چې له مشر سره وګوري او ويل یې، چې يو عاجل کار لري، خو له مشر سره دننه يو څو نور کسان ناست وو، په سکرتريت کې مې لږ مصروفه وساتله، کله چې هغه نور کسان راووتل، نو مشر زنګ وواهو، ویې ویل چې نور څوک مه راپرېږده، د ډوډۍ وخت دی وروسته به کار کوو.

        د مشر له دفتر څخه، چې راووتم نو نجلۍ ته مې وويل وبښئ،اوس رسميات خلاص شول په دوه بجې راشه اول نوبت به تاته درکړم، خو هغه په قهر شوه او ويل یې، زه به تر دوو بجو چېرته ګرځم، وخت راکوئ اوکه زه مشر ته زنګ ووهم.

د مشر هغه خبره مې راپه ياد شوه، چې ښځې بايد داسې فکر وکړي چې دا دوی خپل کور دی، بې له دې چې مشر په جريان کې کړم نجلۍ ته مې اجازه ورکړه او دننه ورننوته.

له دې سره سم اشپز مشر ته ډوډۍ راوړه هغه مې ترې واخېسته او د وره له ټک، ټک وروسته د مشر دفتر ته ورننوتم، چې ډوډۍ مې د ميز په سر کېښوده، نو مشر وويل، افرين، اوس نو بيخي په دفتري نزاکتونو پوه شوې، ځه ولاړ شه، ته هم ډوډۍ وخوره کله، چې مې زنګ وواهو نو بيا راشه.

په سکرتريت کې مې له ډوډۍ خوړلو وروسته دويمه پياله چای خوړ، چې د مشر زوی راته زنګ وواهو، وار یې خطا و. ويل یې، نيم ساعت کېږي، چې پلار ته زنګ وهم ځواب نه ورکوي چېرته دی، په مور مې د زړه دوره راغله اوس په …. روغتون کې يوو، ډاکتران وایي، حالت یې د اندېښنې دی.

         چای مې همداسې پرېښود په منډه د مشر دفتر ته ورننوتم، مشر هغه نجلۍ لوڅه په غيږ کې کېنولې او چپه سينه یې په خوله کې نيولې خپل عيشقونه ټوپوي، زما په ليدو یې ډېر په قهر راباندې غږ کړل: بداخلاقه، رزيله …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *