تاند- یوه تازه څېړنه ښيي هغه کسان، چې په ژوند کې تر نورو زیات منفي وي یا په اصطلاح د ګیلاس یوازې نیمه تشه خوا ویني، زیات ټکر کوي.

دا څېړنه وايي څوک چې منفي وي د یوې منفي پېښې په وړاندې چټک عکس العمل نه ښيي.

د بیجنګ د ارواپوهنې د انستیتیوت څېړونکو د موټرچلوونکو پر خویونو او ځانګړتیاوو د دې لپاره څېړنه کړې چې معلومه کړي ایا د انسانانو خوۍ او سلوک له ترافیکي پېښو سره تړاو لري او کنه؟.

دا څېړنه، چې په پلس ون (Plus One) مجله کې چاپ شوې، پر ۳۷ موټرچلوونکو شوې ده.

په دې څېړنه کې ۱۵ چلوونکي خطرناک چلوونکي او ۲۳ نور خوندي یا ډاډمن چلوونکي وبلل شول.

د موټر چلولو په مهال د دواړو ډلو عادتونه وڅېړل شول، لکه دا چې ایا د موټر چلولو په وخت کمربند تړي، ایا له سرې اشارې تېرېږي او کنه.

وروسته د څېړنې له هر برخواله وغوښتل شول چې د ځانګړو عکسونو په اړه نظر څرګند کړي.

څېړنې وښودله چې بدبینه کسان تر نورو زیات ټکر کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *