دا ناشونې ده چې د هندوستان ستر ملت د مذهبونو کلتورونو او نژادونو په ټولو ژورو مسايلو بحث وکړم او په دې ليکنه کې د دوی هرڅه راټول کړم.
که د هند خلکو منځ کې مو ژوند نه وي کړی خو د تلويزيونونو فلمونو او سريالونو له لارې به خامخا د دوی ټولنيز ژوند کلتور او رواجونو، دينونو سره آشنايي لري.
زه پوهيږم چې مونږ افغانانو ته دا پوښتنه ډيره اړينه نه ده او نه هم په دې فکر کوي.
پوښتنه دا دی چې د دی غريب او ستر ملت د سولې او خوشحاله ژوند راز په څه کې دی؟
دا پوښتنه بايد په داسې ژونديو بيلګو ځواب کړم چې هره ورځ يوازې زه نه بلکې هر انسان چې په هند کې ژوند کوي دا بيلګې تجربه کوي.
دلته انسانان ډيرې ترخې خاطرې لري خو بيا هم د دوی د خوشحاليو مخه نشي نيوی ځکه چې دوی خپل نيک چال چلند اندونه او کړنې يې خپل عادتونه ګرځولي دي.
مهاتما ګاندي دغه ستر ملت ته د خوشحاله ژوند کولو دری داسې بيلګې پريښودلي دي چې هيڅکله به د ناامنيو او شخړو سره مخ نشي.
هغه درې دا دي: بد مه اوری، بد مه ګورئ او بد مه واياست.
همدا درې څيزونه دي چې د دې ستر ملت لپاره د امن او خوشحاله ژوند سبب شوي دي.
دوی په يو بل لوړ ځانونه نه بولي بلکې تل د يو بل لپاره ځانونه مات او کمزوري ښايي، چې دا هم له جنګ او جګړو انکار دی.
په غريبی کې چې څه ورته رسيږي او کنه قناعت کوي، د خپلې خالي ګيډې د پاره د بل په حق تيری نه کوي او نه هم غلا او دروغ وايي.
ډير د صبر او حوصلې خلک دي په ډيرو سختو حالتو کې هم خپلې حوصلې د لاسه نه ورکوي بلکې د بدو اوريدلو په وخت کې صبر کوي په مسکا ځواب ورکوي همدا يې د جنګ جګړو څخه انکار او د بدلون په خوا حرکت دی.
د چا غيبت او بد ويلو وخت نلري د خپل کار او ګټې د رزق موندلو سره يې کار وي د همسايه په ډيره او کمه ګټه کې کار نلري او نه هم ضرر ورته رسوي بلکې د هغه په ګټه خوشحاليږي.
د بل مال او ناموس ته په بده نه ګوري او نه هم بل ته اجازه ورکوي چې څوک د هغه ته او يا د هغه همسايه په اړه بد ووايي او يا د ضرر ورته ورسوي.
شهواني فکرونه نلري د چا په ښکلا، څښکاک او پوښاک پسې نه ګرځي خپله يوه ميرمن لري د هغې سره په مينه ژوند کوي. دوی ته دا اړينه نه ده چې ميراث يې زوی ته پاتې کيږي او که لور ته.
زوی او لور ورته يو ډول حق او اهميت لري.
مخکې ددې نه چې دوی بد وګوري يا بد ووايي د بدو فکر هم لا نه کوي ځکه دا هرڅه له بدو فکرونو سرچينه اخلي.
دوی د چا بد نه اوري او آن د هغه خپل داخلي دوهم شخص چې نفس دی د هغه هم نه اوري ځکه دوی پوهيږي چې د بدو منل، بدې پايلې لري.
دوی کې د شرم کلمه ډيره کمه کاريږي ځکه شرم هم د ډيرو ټولنيزو اړيکو د پرمختګ او خوشحاله ژوند خنډ جوړيږي دوی په دې انديښنې نه کوي چې نور زمونږ په اړه ښه وايي او که بد، بلکې په خپله په دې فکر کې دي چې زه څه ډول ژوند وکړم.
داسې وياړونه نلري چې دوی د يو بل څخه بيل کړي او يا د يو بل احساسات راپاروي.
نو خبره په دې راټولوم چې همدا درې څيزونه دي چې ددې ستر ملت د ارام او خوشحاله ژوند سبب شوي دي.
که چيرې غواړی ارام او سوکاله، خوښ ووسی دا درې څيزونه په خپل ژوند کې عملي کړی د ژوند په خوند به پوه شی او هم به د نورو په څير د اعتماد وړ وګرځی او د پرمختګ جوګه به شی.