تاند- د برازیل فوټبال ټیم د کنفدریشن جام د اتلولیو په ترڅ کې اسپانیا ته ماتې ورکړه او د پرله پسې دریم ځل په مخه د دغو لوبو اتل شو.

دا لوبه چې د جون په ۳۰ د برازیل په ماراکانا پریو دي جانیرو لوبغاړې کې د ۷۹ زه لیدونکو مخکې ته وشوه، پکې برازیل درې ګوله وکړل.

5د لوبې له پیله دوې دقیقې تیرې وې چې د فرد په نوم برازیلي لوبغاړي ګول وکړ، بیا په ۴۴ دقیقه د برازیل نامتو لوبغاړي نیمار ګول وواهه او په ۴۷ دقیقه فرد بل ګول وکړ.

ژرارد پي که، د اسپانیا لوبغاړي په ۶۸ دقیقې کې سور کارت واخیست او اسپانیا بیا تر پایه په لسو لوبغاړو لوبه وکړه. د  اسپانیا بل لوبغاړي راموس په پنلټي هم ګول نه کړه.

برازیل په ۱۹۹۷، ۲۰۰۵ او ۲۰۰۹ کلونوکې دغه جام خپل کړی و.

تر پای لوبې مخکې د یکشنې په ورځ ایټالیا په پنلټي یوروګوای ته ۳-۲ ماتې ورکړه او د دې جام دریم مقام یې خپل کړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *