تاند- په برازیل کې د کنفدريشن کپ په نوم د فوټبال د سیالیو په لومړۍ مسابقه کې کوربه هیواد برازیل جاپان ته درې پر صفر ماتې ورکړه.
د جاپاني لوبغاړو روحیه هغه وخت مړاوې شوه چې برازیلي لوبغاړي (نیمارني) د لوبې په درېمه دقیقه ګول وواهه.
دوهم ګول هم په لومړۍ نیمايي کې ووهل شو خو له لومړۍ نیمايي وروسته جاپاني لوبغاړو په دوهمه نیمايي کې ښه لوبه وکړه، د ګول وهلو ډېرې هڅې یې وکړې. جاپانیان په خپلو هڅو کې نه یوازې بریالي نه شول بلکې د لوبې په وروستیو شېبو کې یې درېم ګول وخوړ.
په دې لوبو کې د لومړي ځل لپاره له ټکنالوژۍ (لاین ټکنالوژي) څخه کار اخیستل کېږي.
دا مسابقې په داسي حال کې کېږي چې برازیل راتلونکی کال د فوټبال د نړیوالو اتلولیو کوربه توب ته تیاري نیسي. د دغو سیالیو لپاره برازیل پر لوبغالو او د لسګونو زره بهرنیو مېلمنو د پالنې لپاره د بنیادي تاسیساتو پر جوړولو ډېرې پیسې لګولي او لا یې هم لګوي.
خو یو شمېر برازیلیان د حکومت پر مصرفونو انتقاد کوي، وايي چې د لوبغالو په ځای دې روغتونونه جوړ کړي.
پرون هم د جاپان او برازیل د مسابقې په وخت له لوبغالي دباندې زر تنه په مظاهره کې رایوځای شول چې خپل اعتراض څرګند کړي.
د راتلونکي ۲۰۱۴ کال د جون له ۱۲ د جولای تر ۱۳ به د فوټبال نړیوال کپ سیالۍ په برازیل کې وشي. دا به دوهم ځل وي چې د فوټبال د نړیوال کپ سیالۍ په برازیل کې ترسره کېږي.
لومړی پلا په ۱۹۵۰ کال برازیل د فوټبال د نړیوال کپ کوربه و. همداراز په پام کې ده چې په ۲۰۱۶ میلادي کال د برازیل ریو دیو جینیرو ښار د المپیک کوربه شي.
