د لغمان ولایت د مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه
په لغمان کې درې تنه تښتول شوي کسان د وسلوالو مخالفینو له قید څخه خلاص او خپلو کورنیو ته ستانه شول.
هغه درې تنه چې څو ورځې وړاندې د کابل جلال اباد په لویه لاره د زنګورې په سیمه کې د شپې ناوخته د مخالفو وسلوالو له لوري تښتول شوي ول، د سه شنبې ورځ مازیګر ناوخته د ولایتي ادارې په پرله پسې هڅو او د قومي مشرانو په منځګړیتوب د وسلوالو مخالفینو له قید څخه خلاص او بیرته خپلو کورنیو ته ستانه شول.
دغه کسان چې نجیب الله د زړه ور ځوی، باسط د عبدالکریم ځوی او سلیمان د عبدالمتین ځوی و، د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ په نغرک سیمه کې استوګنه لري چې د سه شنبې مازیګر ۶ بجو په شا وخوا کې خپلو کورونو ته رسیدلي دي.