تاند- یوه استرالیايي مرستندویه، چې تېر کال په کابل کې برمته شوې وه، خوشي شوه.

د کابل له جنايي جرمونو سره د مبارزې رييس محمد سلیم الماس وویل چې دا ښځه له ژغورل کېدو وروسته تېره شپه په کابل کې د استرالیا سفارت ته وسپارل شوه.

د استرالیا د بهرنیو چارو وزارت هم نن /چهارشنبه/ په یوه خبرپاڼه کې تایید کړه چې په افغانستان کې یوه استرالیايي مرستندویه خوشي شوې ده.

په دې اړه څه نه دي ویل شوي چې دا ښځه په څه ډول خوشي شوه. ایا برمته نیوونکو ته پیسې ورکړای شوي او که پولیسو د عملیاتو په پایله کې خوشي کړې ده.

په افغانستان کې بهرنیان او شتمن افغانان زیات برمته کېږي او عموماً یې جنایتکارې ډلې برمته کوي څو د برمته په وړاندې پیسې ترلاسه کړي.

په ډېرو مواردو کې جنایتکارې ډلې بهرني یرغمل د دولت پر وسله والو مخالفانو پلوري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *