تاند- د وسله والو برمته ګرو له لوري د ۱۹ تنو یرغملو له خوشي کېدو وروسته څرګنده شوه چې برمته ګرو ۵ تنه برمته وژلي دي.
د دولت وسله والو مخالفانو د فبرورۍ په درویشتمه نېټه د زابل په شاهجوۍ ولسوالۍ کې ۳۱ عادي مسافر، چې له ایرانه خپلو کورونو ته روان ول، له دوو بسونو کښته او نامعلوم لور ته په مخه کړل. اوس راپورونه وايي چې برمته ګرو د دغو کسانو د خلاصون په بدل کې د افغانستان په توقیف کې د یو شمېر ازبک سختدریځو د خلاصون غوښتنه کوله.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم پرون دې مسلې ته اشاره وکړه خو ویې نه ویل چې د ۱۹ خوشي شویو کسانو په بدل کې څو تنه ازبک سخت دریځي خوشي شوي دي.
د غزني یوه قومي مشر میرزاخان وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې ته ویلي چې یرغمل نیوونکو ۵ برمته وژلي او یو تن، چې بوډا و، په خپل مرګ مړ شوی دی.
د غزني د ولایتي شورا غړي اسدالله کاکړ ویلي چې ۱۹ هزاره برمته د ۲۲ ازبکستاني بندیانو په بدل کې خوشي شوی دي. د ده په وینا په ازبکستاني بندیانو کې د هغوی ماشومان هم شامل دي.
ولسمشر غني پرون وویل چې خوشي شوي ازبکستانیان بندیان نه ول بلکې د ملي امنیت په مېلمستون کې ساتل کېدل.
هیڅ افغان له بل افغان څخه کم ندی او هیڅ افغان له بل افغان څخه زیات نه دی
د شاغلی دوهم مفکر د کمپاین شعار
ولی اوس ددی شعاراصلیت معلوم شو چی په ارزګان ولایت کی د 5 تنو تختول شوو پشتانو په اړه څه وشولاو د 31 تنه هزاره وو په اړه څه ونه شول؟ ه
زما په اند هر سوک چی مقصد او مرام ته ورسیژی بیا نو خپل ژمنی د یاده وباسی نو زموژ د رییس صاحب جمهور سه گناه
ده چی خپل ژمنی ته ارین نه شو؟ أو یا ونه درید دا خو عام دی
په افغانستان کے نو دوستانو په دی پسی دیر مه نیسی کوشش
وکری چی له دی سخه وروسته رییس صاحب جمهور دیته ار کری چی سم کار وکری او خپل ژمنی باندی ودریگی.