اتل ستاکزی –
څو کاله مخکې مو د لرو او بر پښتنو لپاره د یوې پروژې د پیلولو په موخه کار پیل کړی وو او د څو تنو بهرنیو همکارانو سره په ګډه مو تصمیم و نیو چې باید د سیمه ییزو اورګانونو له مشر او یا هم له معین ه یې وګورو چې بلاخره له برنا کریمی (د سیمه ییزو اورګانونو معین) سره د کتنې ورځ او وخت و ټاکل شول.
په ټاکلې نېټه او وخت سیمه ییزو اورګانونو ته ورغلو او د جلساتو په خونه کې د محترم برنا کریمی په تمه کیناستو چې څو شېبو کې یو کس چې له رنګه هزاره ښکارېده او عینکې یې په سترګو وې (عکس) راغی او له روغبړ او بزنس کارټونو له تبادلې وروسته پوه شوم چې همدا برنا کریمی ده.
ناسته له لنډو تشریفاتی خبرو وروسته په اصلی موضوع خبرې پیل شوې خو کله چې پوه شو د دې سترې پروژې اصلی ګټه اخیستونکې به یې یوازې پښتانه وي نو سمدلاسه یې څېره کې بدلون راغی او پوښتنه یې وکړه چې ولې پښتنو ته ؟؟؟؟ او بیا د پولې هغه غاړه (د ډیورنډ نه اخوا) ټول پښتانه پاکستانیان دي او بیا دې خوا یې ټول طالبان!!!!!!!
ما کوښښ وکړ په منطقی دلایلو ورته قناعت ورکړم او و یې پوهوم چې دا یوه لړۍ مونږ دوه میاشتې مخکې پیل کړې او له زیاتو وزیرانو او والیانو له لیدنې وروسته له ده جناب سره ګورو چې ټولو نورو د دې پروژې ستاینه کړې او د همکاریو ژمنه یې کړی ده………. خو زه لا په دې پوه نه وم چې د ښاغلی برنا اصلی ستونزه له پښتنو سره ده!
په ډیره تنده لهجه یې زما ځواب راکړ او ده داسې فکر کړی وو چې زه به غلی شم او د ده خبرې او چټل نظر به تائید کړم خو بالعکس زما هم له توند برخورد سره مخ شو.
زما او د برنا کریمی خبرې ډیر بې خونده شوې چې زما بهرنیو همکارانو سمدلاسه مداخله وکړه او دناستې د پای ته رسولو لپاره اوچت شول او بلاخره له ناستې ووتلو.
مونږ موټر ته وختلو او د خپل دفتر ته را روان شولو خو ټول چپ ناست وو او هیچ چاه هم له خپګانه د خبرو توان نه درلود…… کابو ډیر وخت تیر شو او مونږ خپل دفتر نه نژدې شولو، زمونږ یوه بهرنی همکار په ډیر تعجب پوښتنه وکړه:
- د برنا کریمی ستونزه له پښتنو سره څه ده؟؟؟؟
- زه خو ورته ځواب نه لرم؟؟؟ (ما ورغبرګه کړه)
- نو دا څنګه کیدای شی چې د یوه حکومت یوه اداره یو څه وایی او بله اداره یې بل څه وایی؟؟ وزیر یو څننه او معین یې بل څه؟؟؟ (ده وویل)
- زه خو له غصې او خپګانه بیا هم کوم ځواب نلرم! (ما لنډ ځواب ورکړ)
نو دغسې پښتون دښمنه شخص ته اعتماد رائه ورکول د افغانستان سره یوه جفا ده او تاریخی خیانت ده. ما خپل مسؤلیت ادا کړ چې خپل وکیلان ددې کیرغیړنې څهرې له اصلیته خبر کړم نور نو تاسو او وجدان مو!!!!
—————–
ممکن د ښاغلي اتل څرګندونې حقیقت ولري او یا ممکن حقیقت دغسي نه وي. تاند د هرچا نظر خپروي او د هیچا د نظر مسوولیت په غاړه نه اخلي.
وزيرانوته داعتمادرايه کوم شخصی عمل بايد نوی ديو وکيل رايه يعنی دولس رايه ده ،دمتعصبو اشخاصو په هکله بايد وکيل صاحبان خپل قاطعيت وښی ولو که هر سوک وی
زما په نظر ضرور به نه وی داسی یو شخص چی له مخابراتو او معلوماتی تکنالوژی سره هیڅ بلدیت ونه لری او یواځی د قوم او د محقق خبره د میلیونی حرکت « د زور او فشار راوړلو » په نتیجه کی داسی یو حساس او مهم وزارت ته معرفی شی. که خبره د قوم او سهم هم وی ، بیا د مسلکی کسان معرفی کړی . افغانستان خو له قحط الرجال سره مخامخ نه دی پاته د نه وی چی د متعصبو کسانو مقرری په راتلونکی کی هیوادوالو ته مشکلات او د ایرانوالو په خبره چالشونه جوړوی. د کرزی د دوری د لوړو زده کړو وزیر عبیدالله عبید یی ښه نمونه ده .
پښتنو ته مشکل د پښتانه د لاسه ور پیښ دی،که پښتون پخپل خیر او شر پوهیدی، نو دا ۳۵ کاله به پښتون، پښتون نه واژه،. دالالا دبرنا څخه ګیله کوی.
زه خو لیکوال چې خپل نوم يې اتل ستانکزی معرفی کړی نه پیږنم خو زه په د مجلس که په خپله حاضر وم او همدا خبره چې اتل صیب کړې زه یې شاهد یم ، نور څه به نه وایم او نه لیکم چې څه وشول او ولې دا برنامه یا پروژه ناکامه شوه. اصلی مشکل د برنا د پښتنو سره وو نه د پروژې سره
مننه اتل ستانکزی صیب ! هیله ده چی زمونږ وکیلان هم سر پروګروي کاشکي وکیلان د مسلکي، اوسابقه کاري په نظر کی نیولوسره رایه ورکړي خو فیکر نه کوم وکیلانو څخه دداسی څه هیله نشته ا
برنا کریمی کسی است که در خارج تحصیل کرده و این چیزی را که شما میگویید عقده شخصی تان است .
ترڅو چې افغانان یو او بل ته تېرېدنه ونه کړي اویو بل ونه زغمي ،دې خاورې ته سوله ،آرامي او آبادي راتلل ….والله اعلم.
که همداسی یوه پروژه زموږ تاجک وروڼه پیل کړی او ووایی چه د پولی د دواړه خواود تاجکانو له پاره کار کووو، یا زموږ ازبک وروڼه دا کار وکړی یا زموږ شیعه مذهبه وروڼه ووایی چه له ایران سره د پولی ددواړو خو شیعه ګانو له پاره کار کوو ته به یی ورسره ومنۍ؟ هیڅکله نه! څومره بد چه د سرحد د ها غاړی پښتانه له افغانانو سره کوی هیڅ پنجابي، هیڅ سندۍ او هیڅ بلوڅه یی نه کوی. هغوی د افغانستان د جهاد او جګړی د پایښت یوازینی عاملین دی چه په موږ یی دا توره ورځ راوستی ده! ددی پښتنو یو ښه مثال ښاغلی سرتاج عزیز دی چه تر ما به یی ته ښه پیژنی!
ورور كله دليكونكي خبره به تعب كي ده نه به تحصيل كي.
دابه تحصيل كرده وي ولي أعما ل ءي تحصيل كرده نه دي.كه جيري يو بشتون هم داسي تعصبي اعمال او بر خورد ولري.مونز ءي نه تأيد وو.
تعصب كلي او بأندي ورانوي مونز آبادي غوارو نه وراني.
پښتانه به تل د تاجیکو د سترګو اغزی دی نه پوهږم ولی پښتانه تل د هیواد په خاطریی ځانونه قربان کړل او تل د نورو له ټاپی پی لګول کیږی چې پښتانه تروریست دی او بس . خو دغه پښتون قوم ده چې د افغانانو د ناموس ننګه کوی د لوی شامارانو سره سرونه یی وجنګول او لا تر هغه پوری چی دغه لړی روانه یی نو پشتانه د ټولو افغانانو د ناموس ساتنه به کوی د الله په مرسته .
او رابشو اصلی خبری ته چی دا خو یوه واضع خبره د چی تاجکان او هزاره ګان له پښتنو سره بی حده کرکه لری او هیڅ کله د خپل پښتون ورور په پرمختګ نه خوشاله کیګی او غواړی هم نه دا خبره زه نه له کومی شخصی عقدی لع وجی نه کوم خو دا په تاجګو کی سته
هر هغه څوک چی په دې وطن کې تعصب کوی او یا ورته لمن وهی باید سزا یی مرګ وی. بې له دی ددې هېواد بله چاره نشته.
پښتانه له هیڅ افغان سره دښمنی نه لری . پښتانه په پښتو ، دری او ځینی یی په ازبکی ژبو خبری کولای شی. هرپښتون وزیر په دری ژبه خبری کولای شی او هیڅکله به تعصب ونه کړی. کله چی د دیورند دپولی دواړو غاړو ته د پښتنو خبره ده نو د افغانستان حکومت خو لاتراوسه دا پوله په رسمیت نه ده پيژندلی او په حقیقت کی دا یوه فرضی پوله ده ، کله چی په یوی ټوټی مځکی باندی دعوا لری نو خلک به یی هم خپل پيژنی، د تاجکستان او ازبکستان دولتونه له افغانستان سره رسمی او دمرکیشن یا علامه ګذاری شوی پولی لری . ایران خو عملا لګیا دی خپل پلانونه په نره عملی کوی. زمونږ د هیواد ټول کتابتونونه ، پوهنتونونه او دفترونه په ایرانی کتابونو ډک دی.زمونږ تلویزیونونه اوس د ایران پيښی کوی او لکه کارغه هغه خپلی یی هیری شوی ده. د خمینی کمیټی په هیواد کی فعاله دی او شیعه مذهب خپروی، د محسنی شیعه خان د هیواد زړه کی په ښکاره د ایران له خوا پرمخ روانه دی او خلک د شیعه کیدو لوری ته دعوت کوی. د بیات آریانا، د طلوع تلویزون په یو ډول نه یو ډول له ایرانه تمویلیږی. کوم چا چی یوځل له خپلو خلکو کرکه ښکاره کړی وی ، هغه بیا هم دا عمل تکراروی. آزموده را آزمودن خطاست. زمونږ وکیلان باید زمونږ ټولنی ته په لوی لاس سرخوږی پیدانکړی. خبره د تعصب نه ده بل هزاره ورور د دی وزارت لپاره وټاکل شی چی له پورتنیو بدو خواصو نه پاک وی.
Dear Brothers,
I know Mr. Barna. He got a student visa, and he never finished his study. Then he moved to USA, and according to Mr. Hashemyaan, Mr. Barna has obtained his useless credentials from a useless institution in USA, which is not a master degree.
Mr. Barna is married to a Pashtun girl who is from Mr. Hanif Atmar’s family. Mr. Barna divorced his first wife to marry this Pashtun girl. He is supported by Khalili and Atmar. For Khalili, he is a hazara, and for Atmar, he is a family member although Barna is anti Pashtun…