تاند: د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د ډیموکراټانو نوماند برني سینډرز، ولسمشریزو ټاکنو ته د ټرمپ پر بیا کاندیدا نیوکه کړې ده.

سیندرز پر ټرمپ تور لګولی چې نوموړی نژاد پرسته، جنسي وحشت ځپلی، له کډوالو نفرت کوونکی او مذهبي متعصب انسان دی.

نوموړي ویلي، ټرمپ د دویم ځل لپاره ځان کاندید اعلان کړ، خو ډېرې خبرې یې هېرې کړې دي.

د سینډرز په خبره، ټرمپ د خپلې کاندیداتورۍ پر مهال دا ونه ویل چې په امریکا کې په وسله والو بریدونو کې ۴۰ زره کسان وژل شوي: ((هغه دا هم ونه ویل چې د لوړو ټیکسونو په وضع کولو تېرو څو کلونو کې یوازې پانګوالو ګټه کړې ده.))

دا په داسې حال کې ده چې ترمپ تېره ورځ د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته یو وار بیا خپله کاندیداتوري رسما اعلان کړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *