لقمان زرمل |
دغه بنسټ چې څو مياشتې دمخه په پکتيا کې د يو شمېر ځوانانو له خوا جوړ شوی و تېره ورځ د يوې غونډې په ترڅ کې پرانستل شو.
په دې غونډه کې د ياد ولايت دولتي چارواکو، مدني ټولنو، د ولايتي شورا غړو او ځوانانو برخه اخيستې وه.
د بريافکري بنسټ مشر ساحل منګل وويل: ددې بنسټ د جوړولو څخه مو موخه داده چې د ځوانانو د فکري روزې، ذهنيت جوړونې او د استعدادونو د ودې په برخه کې ځانګړی کار وکړو.
د نوموړي په خبره له دې وروسته غواړي، چې په لرې پرتو سيمو کې ځوانانو ته دفکري روزنې سمينارونه، د مطالعې دود کمپاين او نور اړين پرګرامونه تر سره کړي.
د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي وويل : دغه ډول بنسټونه چې د ځوانانو له خوا جوړيږي او ځوانانو ته کار کوي، ډېر ګټور تماميږي.
ده وويل بريافکري بنسټ له ځان سره ډېر ښه شعارونه لري او نن سبا کې د فکري ويښتيا جوړولو لپاره ډېره اړتيا ده.
سهي وويل چې د ولايت مقام له ياد بنسټ سره همغږی دی او په پوره توان به روسره مرسته کوي.
د يادولو ده چې په دې ورستيو کې په پکتيا کې ګڼ شمېر مدني او ټولنيز بنسټونه جوړ شوي دي او په بېلابېلو برخو کې کار کوي.