د رښتینولۍ پنځه ستونځي

په روان عصرکي که چيري څوک دمکاريو او وروسته پاتیوالي په خلاف جهاد کول اورښتيا ليکل غواړي نولږترلږه به پنځه ستونځي په پام کي لري.

په کارده چي جرات ولري دا ډول رښتيا وليکي او د چا ترفشارلاندي به نه راځي.

ځيرک به وي چي خپله خبره په هنرسره اظهارولی سي .

په هنرکي به لاسبری وي.

خپله پريکړه به په داسي ډول سره اظهاروي چي اغيز وښيندي.

دومره ځيرکتيابه هم لري چي رښتياووايي اوګيرهم نسي.

درښتيولۍ دا پنځه ستونځي په فاشسټوحکومتونوکي زښته زياتي درسترګوکيږي ،په خصوصيت سره د هغه چالپاره چي د دوی په حکومتونوورسره شريک دي ،حالانکې جلاوطن دي،يادهيواده تښتېدلي دي هغوی هم د دا ډول ستونځوسره مخامخ وي ،بلکې هغه خلګ هم ورسره مخامخ کيږي کوم چي تش په نوم بورژوا  او خپلواک هيوادونوکي ميشت پاتي دي .

ظاهره ده کوم څوک چي رښتياليکل غواړي هغه خونه دچافشارخوښوي اونه خاموش پاته کيدلای سي اونه درواغجنه خبره کول يې موخه وي نوځکه رښتياويونکي لره اړينه ده چي تش دي دا فکرنه کوي چي پخپله رښتينولي سره دي يوازي ”طاقتور“ زيرکړي،بلکې دافکربه کوي چي په خپل چلند ”ناوسو “ته دوکه ورنکړي.

څه دا ډول په جرات سره درټلوخلګوغوښتني راوسپړه  او د هغوی ناهيلۍ رابرسيره کړه،دمثال په ډول څه مهال چي بزګر په ستونځوکي راښکيل پاته وي دهغه دستونځودحل په اړه دي خبري وسي،دماشينانواوارزان بيه انبارپه اړه دي معلومات ورکول سي او دهغودروښان مستقبل دبرياليتوب په اړه دي مشورې ورکول سي.

    ياچي څه مهال داوويل سي چي يوبې سواده ترسواداره بهتردی نودا ګړی په جرات سره داپوښته کول په کارده چي هغه دکوم چالپاره بهتردی؟

زموږپه ټولنه کي خلګ دعمومي انصاف اوعمومي خپلواکۍ په اړه خبري خوکوي لاکن دوی پخپله په دې اړه هيڅ هم نه دي کړي دوی رښتينولي تش هغه څه پاموي چي و دوی ته خوندوره او په زړه پوري وښکاري حالانکې رښتينولي کوم شمېرونکی ،خشک اوواقعاتي شی نه دی.

د دوی ستونځه داده چي نه پوهيږي چي اصل رښتينولي څه کېدلی سي،رښتينولي جرات اومطالعه غواړي تش په نمايشي خبروتررښتينولۍ رسېدلی نسي، درښتينولۍ راسپړلولره يوازي جرات هم کافي نه وي بلکې ددې پرته يوبل شی چي زښته اړين دی هغه داچي رښتينولي دي څه ډول ولټول سي ،ولي چي داحقيقت دی رښتينولي لټول کوم اسانه کارنه دی .

دويم دا هم کومه اسانه خبره نه ده چي ددې خبري پريکړه دي ترسره سي چي کومه رښتينولي داډول ده چي هغه دي بيان سي اوچي په بيانولوسره يې ګټه ورسيږي ،دمثال په ډول داخو ټولوته جوته ده چي څه ډول دنړۍ لوی،لوی مهذب رياستونه د وحشي قبيلو په وړاندي ونه درېدل اوفناسول،اوداهم ټولوته روښانه ده کورنۍ جګړې چي په خطرناکووسلوترسره کيږي ترشاګډوډي اوبې شمېره ستونځي پريږدي .

دې کي کوم شک نسته چي دارښتينولي ده،لاکن ددې علاوه هم نوري رښتينولۍ سته ،دمثال په توګه داچي دچوکۍ سطح برابره وي ،اوداچي باران له لوړي کښته راوري ،اکثرشاعران داډول رښتينولي سپړي هم داحال دهنرمندانو(ارټسټانو)دی،چي ديوې ډوبېدونکي بيړۍ انځوررسموي اوپه خپل عمل واکمن نه خفه کوي هم داخلګ خپل انځورونه په لوړه بيه پلوري،څرګنده ده چي داسي خلګ رښتينولي نسي پېژندلی.

داسي خلګ هم سته چي نه له واکمنوډاريږي اونه له غربت اومفلسۍ غورځي،لاکن ددې برسېره رښتينولي لاس ته راوړلی نسي،اصل کي په دوی کي دعلم کمی وي اودوی په لرغونو توهماتوکي ګيرپاته وي ،دوی ته نړۍ يو پیچومی ښکاري،په دې خاطرهغه خو نه له واقعاتو اونه يې له ګډو اغیزو خبردار وي .

په دې خاطرددې عصرټولوليکوالوته اړينه ده چي دزمان له تغيراتو،دمادي جدلياتي عمل،اقتصادياتواوله تاريخه به خبروي.

کوم څوک چي له کتابونواوعملي تجرباتو،پوهنه لاس ته راوړي هغوی يوشمېر رښتينولۍ راسپړلی سي،که څوک درښتينولۍ په لټه وي نوبې دکومي مرستي يې ميندلی سي لاکن يوداسي رښتينولي چي خلګ يې معلومول غواړي ددې لپاره زيارايستل اړين وي ولي چي داهغه رښتينولي ده چي خلګوته شعوروربخښي نوځکه دخلګودنده رښتينولي بيانول په کارده ،اړينه نه ده چي هغوی دي رښتينولي ته په بشپړه توګه وهم رسيږي.

رښتينولي دخپلوپايلوپه رڼاکي بيانول په کارده اوددې نظراوټکي په ملتياچي موږورځني څه درس ترلاسه کولای سو،دابه داډول اټکلووچي دپانګوالي اوسوشلزم سره،سره فاشزم ديودريم قوت په توګه راوړاندي سوی دی نوداډول فاشزم يو تاريخي پړاو دی چي په پانګوالي ورګډسو،اوپانګوالي په فاشسټ هيوادونوکي شتون لري،نوځکه څوک چي دپانګوالي مخالف نه وي هغه دفاشزم مخالفت کولای نسي، ولي چي دفاشزم خلاف کيدل اودپانګوالي حمايت کول ددې دواړوخبرو يوکېدل مشکل بريښي ،دا داسي ده چي خلګ دي دسخوندرغوښي خوړل خوښوي،مګردانه غواړي چي سخوندرګی دي حلال کړي .

په دې خاطررښتينولي راسپړلولره دهنرزښته اړتياپاميږي چي دظالمانه قوانينوپه خلاف دي دا ډول ليکني وسي چي کوم څه يې پريښي دي دهغه اندازه دي  لوستونکوته دخپلو وسي،اوچي دی څه مهال رښتينولي داډول بيان کړي چي بيان سوي خبري نه  وپېژندل سي ، نوبيادخراب صورت حال په خلاف جګړه پېليدلی سي.

له پېړيودليکلوپه عمل کي ،ليکوال په دا اند دي کوم څه چي هغوی اټکلوي اوليکي يې ،هغه څه اورېدونکي اوري هم يې لوستونکي لولي،لاکن هغوی چي څه مهال ږغيږي نوزښته لږګي تعدادخلګ يې اوري اوکوم څوک چې اوري هغوی هم په بشپړه توګه د ده وينانه اوري.

درښتينولۍ په اړه اړينه ده چي ليکونکي اولوستونکي يې دواړه درک کړي،که چيري يوڅوک رښتياوايي نودرښتيا اورېدونکوشتون هم اړين دی ،په دې خاطرليکوالوته لازمه ده دا وپاموي چي دوی دچالپاره ليکي.

موږته هغه مهال پرخراب صورت حال باندي ليکل په کاردي چي موږيې بشپړه ادراک ولرو،اوهغه خلګ دي مخاطب کړل سي کوم چي په ستونځوکي راګيرپاته دي .

رښتينولي يوه جګړه ده چي نه يوازي د درواغو په ضددوام لري بلکې دهغه چاپه خلاف هم جګړې ته دوام ورکوي چي درواغ پلي کوي.

څه مهال چي رښتينولي پټول کيږي يارټل کيږي نويې بيانول زښته ځيرکتياته اړتيامنده وي،دلفظ صيح استعمال رښتينولي روښانوي او د درواغو پردې څيري.

دمثال په توګه زموږپه عصرکي چي دخلګوVOLK پرځای دقوم اودخاوري پرځای د جايداد اصطلاحات کارول کيږي نو دا موږ د ګمرايۍ پرلور وړي ولي چي لفظ خلګ ديوالي او د اکايي سمبول دی او اجتماعي دلچسپي را روښانوي ،داچي په يوه هيواد کي څو،څو قومونه ميشت پاته دي اودهغوګټي هم ديوه او بله سره تړلي دي ،دا هغه رښتينولي ده چي پټوي یې ، هم دا ډول چي کوم ګړی دخاوري دخوشبوخبري کيږي نودا د حکمرانانودرواغ دي ولي چي په دې کي دخلګوميني ورشريکي نه وي،له دې يې موخه دغلې اودزيار بيه ټاګل وي،څوک چي دمځکي له زياره ګټه ترلاسه کوي هغوی هغه څوک دي چي پخپله هيڅ پيداوار نه پيداکوي،نوځکه دخاوري خوشبود دوی دپيسوپه مقابل کي ورټل سي،اوددې خوشبوپرځای کوم نورڅه بويوي.

نوپه دې خاطردمځکي پرځای دجايدادياقبضه سوې مځکه سم لفظ دی چي وکارول سي په دې سره سړی دوکه کيدلی هم نسي.

هغه هيوادونه چيري چي ديکتوري حکومتونه شتون لري هلته د”تنظيم“پرځای”فرمانبرداري“ليکل په کاردي ،ولي چي تنظيم خودحکمران پرته هم ممکن وي.

ليکوال دالفاظودتغيرپه وسيله په اساني سره خپله خبره بشپړولی سي دمثال په توګه دانګلستان ټامس مورديوداسي يوټوپيانقشه راوکښله چيري چي دانصاف ازانګې اوزمزمې اورېدل کېدلې اودادهغه خاوري سره توپيردرلودچيري چي دی ميشت وو،لاکن دحالاتوپه لحاظ يې ورسره سمون خوړلو.

لينن چي د زارشاهي پوليسو نفس تنګی کړی ووهغه د روسي بورژوا ظلم او استحصال چي د زخالين په ټاپوکې روا ګرځولی وو،دا ډول بيان کړی چي دروس پرځای جاپان اوزخالين پرځای يې کورياوښودله اولوستونکوته په جاپاني نظام کي روسي استحصالي چاري ورترسترګوسوې،چي روس په زخالين کي په کاراچولې ،داتحريرممنوع ونه ګرځول سوولي چي دامهال جاپان دروس يوکلک دښمن وو.

په همدې خاطرنن چي کومه څه په جرمني کي دميشتوالي لکبله دجرمني په اړه بيانيدلی نسي ،هغه څه داسټرلياپه اړه ليکل کيدلی سي.

والټيردچرچ داعتقاداتواومعجزو په خلاف اوږده جګړه وکړه، په دې اړه ده دلين ديوې پېغلي په اړه يونظم وليکلواوددې معجزې يادونه يې پکي وکړه چي ”يونانه “دپوځيانواو راهبانوپه منځ کي تريوې مودې پاتي سوې ده اوپردې برسيره هغه تراوسه لابې واده پاتي ده.

په شکسپيرکي هم دځيرکتيايوه نمونه موږپه هغه ويناکي لېدلی سوچي انطونيو د سيزر پرمړينه يې کړې وه،هغه به هرځل داخبره تکراروله چي دسيزر وژونکی بروټس يو د احترام وړڅوک دی،لاکن بياهغه ددې وژني عمل هم تکراروي اودهغه دابيان زښته اغيزمن وي .

دمصريوشاعرڅلور زره کاله پخواتېرسوی دی درښتينولۍ لپاره هغه هم داډول چاري په کاراچولي وې ،دهغه دوره دطبقاتي کشمکش ځانګړې دوره وه حکمراني ډلي دخلګوترفشارلاندي راغلي وې ،دا ګړی دربارته يودانشمندسړی پېښه راکوي ،دحکمرانو او امراو په وړاندي دکورنيوخطرونوهغوی خبرداره کوي ،اوپه خپلواوږدوخبرو کي ددې ناکرارۍ يادونه کوي چي په رټلو طبقوکي شتون لري.

د ده بيان څه داډول دی:

لوړخلګ شکايتونه کوي،برعکس دټيټوطبقوخلګ له خوشاليوبرخمن دي ،هريوسړی دا وايي چي موږبه له خپلوښارونوطاقتورسړي ټول وشړو.

،دا نوداډول سوه چي د دفترونو ورونه پرانستل سول اوله هغه ځای يې ټول کاغذونه واخيستل ،اوبزګران اوس دکاغذونوڅښتان سول.

،داډول سوه چي اوس دشريف ټبرهلکوان نه پېژندل کيږي ،د بادار زوی اوس دمريي دزوی سره يوبرابرسو.

دا،دا ډول سوه چي شريف ښاريان دي نور ژرندي چلوي،د دوی هغه ورځي په برخه سوې چي تردې وړاندي يې هيڅ فکرورباندي نه ووکړی .

دا،داډول سوه چي دقربانۍ لپاره ټاکل سوي زړه وړونکي صندوقان يې مات کړل اوبسترې يې شوپتوکړې.

وګوره!استوګن ځايونه يې دخاوروسره خاوري کړل.

وګوره!د هيوادغريب سړې شتمن سول.

وګوره!د چاسره چي دخوړلولپاره  اوچه ډوډۍ نه وه اوس له هغوسره بشپړه کروندې دي ،ګودامونه جوړوي ،چي يووخت يې کوم نورڅوک مالکان يادېدو.

ګوره !هغه سړي ښه دي چي خپله ګټلې څټي.

ګوره!دچاسره چي دغنمو يوه دانه نه وه اوس دډکوګودامونو مالکان ګرځېدلي دي ،او چاچي دغنموټولولو ته ګټوري ګرځول اوس په خلګوغنم ويشي.

وګوره !کوم چاچي دغويانوجوړه نه درلوده اوس دڅارويو رمې لري،اوچاچي دماتي لپاره غوايي نه درلود اوس دګورم خاوندان دي .

وګوره!هغه چاچي ځان ته يې يوه کوټه نسوه جوړولی اوس دپراخو،اوپخو سرايومالکان ياديږي.

وګوره!هغه چاچي پناه يې لټوله اوپه چار ديوارۍ پسي مړه پراته وو اوس يې ګوره په نرمواوپستوبسترو کي بيديږي.

وګوره !هغه څوک چي دبيړۍ لرلوپه ارمان پاته وو اوس دجازو خاوندان  دي ،دوی ته چي وګوري هرڅوک دافکرکوي چي هم دايې رښتوني مالکان دي.

وګوره!لړلي خلګ اوس په پاکوکاليوکي ګرځي ،دچاچي رټي،پټي کالي ترغاړه وو،اوس  يې وريښمن  کالي اغوستي دي، شتمن خلګ تږي بيديږي،اوهغه څوک چي يووخت ددوی کرم ته احتياج وو  اوس اعلیْ بېرڅښي.

ګوره!هغه څوک چي کله هم ورباندي نه پوهېدل،اوس له هغوسره دموسيقي الات موجودپراته دي،دچاپه وړاندي چي به سندرغاړو سندري نه ويلې اوس هغوی دموسيقي ستايني کوي.

وګوره!هغه ميرميني چي په اوبوکې به خپل عکسونه کتل اوس ايينې ګرځوي.

وګوره!د اعلیْ طبقې سړي يوخوا،بل خواپه منډو دي اوس دلوړو خلګولېدلوته هيڅوک هم نه راځي،چي کله پياده(قاصد)وو اوس نور په کارو  پسي ليږي.

وګوره!هلته هغوی پنځه تنه دي،ددوی مالک غواړي چي دوی په کوم کار پسي واستوي لاکن هغوپه ځواب کي ورته وويل چي داکارته پخپله وکړه موږيوڅه بوخت يو.

”جوناتهن سوفټ“په خپل پمفلټ کي شتمنوخلګوته مشوره ورکوي چي دهيواد سمسورولو او د لوږي غم ورکولو لره دغريبانود اولادونو په غوښومالګي پوري کولووروسته خوندي کول په کاردي .

سوفټ له دې انساني نفسياتوسره بلدوو،چي پرانسان څه مهال دکومي خبري اغيزه نه کيږي نوهغه ګړی داسي خبره کول په کارده چي هغه ټکان وخوري ،فکري پروپېګنډه چي دهري لاري وي دادمظلومانوپه خاطرپه کار را وړل په کارده.

چيري چي لوږه اوافلاس وي په يوه داسي هيوادکي دوطن د عظمت او دفاع خبره کول باعث دشرم وي چيري چي خلګوته ډوډۍ نه رسيږي هلته د زيار ايستلوامردکوم ځای شرافت دی؟

داڅومره لويه ستم ظريفي ده چي په داسي ټولنوکي لوږو ته نس مارن ويل کيږي.

په چاکي چي دومره توان هم نه وي پاته چي خپله دفاع وکړي هغوی ډارن نومول کيږي.

څوک چي دخپل زيارعوض  غواړي هغوی پست پاته اوسست بلل کيږي.

په داډول حکومتونوکي فکر دپستۍ وروستي حدونه ښکلوي ،دفکرد پستۍ سره دټولني هرارزښت او ښکیړه پست پاته وګرځي لاکن د دا ډول حالاتوبرسېره داسي موقعې او اړخونه وي چي رښتوني خبري کېدلی سي.

که چيري په هيوادکي خپلواک حکومتونه جوړ ،وي اودجنګ خبري کيږي نودجنګ اوجنګي چارو په اړه فکري خبري کېدلی سي ،دمثال په توګه په خوراکي شيانوکي ملاوټ،دجنګ لپاره دځوانانوبچګانه تربيت ،بياپه زياته توندي سره دي داډول پوښتني رابرسېره کړلی سي چي ،ولي جنګ يومعقول شی دی؟ اوکه چيري يوغېرمعقول شی دی نوبياځانونه له دې جګړې به څه ډول ژغورو!

درښتينولۍ لپاره جنګېدونکي داسي وسله په استعمال اچولی سي،اوهغه اړخ يې لټولی سي چي ورباندي ګيرنسي،خولومړی ددې خبري فيصله کول په کارده چي رښتونی فکرخورول په کاردی اوکه نه ؟ يوه داسي رښتنولي چي دماضي په اړه اودبدلېدونکي چاپېريال په اړه پوښتني رابرسېره کړي.

حکمراني ډلي تل دبدلون کلکي مخالفي ګرځېدلي دي ،د دوی دا ارزو وي چي هريوشی دي ترزرونوکلونولکه چي دی هم هغه  ډول دي پاته سي، سپوږمۍ دي همداډول ساکت پاته سي اولمردي يوه ذره هم له خپله ځايه نه خوځيږي،نه دي څوک وږي کيږي اونه دي څوک دماښام د ډوډۍ خوړلوخواهش څرګندوي،هغوی غواړي چي خپل هريومخالف ورک کړي او   د  دوی مرمۍ دې وروستۍ مرمۍ سي.

په همدې سوب دبدلون اوپاڅون خبري کول د  دیکتاتوري (امرانه) حکومتونوپه انددخطرناک فکر رمزدی لاکن داخبره په هم داسي طريقوبيانېدلی سي چي پوليس هم بې وس پاته سي،دمثال په توګه هم داخبره د بيالوجي اوکيمسټري په وسيله په ډېرهنرسره بيانېدلی سي.

زموږپه عصرکي دظلم او  جبر (بربريت )هڅي او دوره ده شخصي جايداد او د پيداوار وسيلې يې دطاقت اودقوت په وسيله قبضه کړي دي،څه مهال چي موږپه جرات سره دارښتينولي بيانوو،نوموږ به له يوشمېردوستانو بې برخي سولاکن موږته په کارده چي پردې ظالمانه صورت حال باندي په رښتونې توګه وږغيږو  او داجوتول په کاردي چي ددې ملکيت صورت حال څه ډول بدلېدلی سي؟

موږته دهغه خلګوپه اړه هم ږغ پورته کول په کاردی چي دشخصي ملکيت تربارلاندي کړاوونه ګالي،موږته په کارده چي د دوی دحالت په بدلولوکي دلچسپي څرګنده کړو ولي چي داهغه څوک دي چي هيڅ وخت دپيداوار د وسيلو مالکان ګرځېدلی نسي.

موږکه داپنځه ستونځي ديوه مقصدلپاره په کار واچوو  او رښتينولي په داسي اندازسره وړاندي کړوچي دښمن يې درک نکړي اورښتياويونکي يې ونه ګرځوي.

له ليکوالو د دې خبري خواهش کيږي چي په هرحالت کي دي رښتينولي راسپړي اوپه دې اړه دي ږغيږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *