سید عبدالله پاچا

افغان حکومت او په ځآنګړٍي ډول ولسمشر محمد اشرف غني په پنځه کلن پلان کې لومړیتوب دا و چې د هېواد اوبه به مدیریت کوي او ټولو ولایتونو او ولسوالیو ته به برښنا رسوي، پلان دا و چې افغانستان باید په وارداتي برښنا تکیه و نه لري او تولیدي برښنا جوړه کړي چې ګټه یې همدې وطن او ملت ته پاتې شي.

د دې پلان له مخې لومړیو کلونو کې ځینو ولایتونو کې د برښنا بندونو کارونه چټک شول او ځینو کې پيل شي، ځینو نورو کې بیا سروې پیل شوې چې د افغانستان اوبه مدیریت، للمي ځمکې خړوبه او افغانستان د برښنا خاوند شي.

دا پنځه کلن پلان چې د سیمې هېوادونو ولید، په ځانګړي ډول هغو هېوادونو چې له افغانستان سره د اوبو پر سر ستونزه او یا جنجال لري، نو پرته له دې په لوړ قیمت د دې کار مخه ونیسي، طالبانو ورته ډير ارزانه پروپوزل وړاندې کړ.

ایران او پاکستان پر طالبانو پانګونه زیاته کړه او د دې پانګونې په بدل کې یې ترې یوه ځانګړې غوښتنه همدا کړې چې د اوبو برښنا بندونو او جوړولو ته به اجازه نه ورکوي.

ایران او پاکستان ویره درلوده، که د افغانستان برښنا بندونه جوړ شي، نو له یوې خوا به په دوی اوبه بندې شي او له بلې خوا به دا هېواد ځان بساینې خواته لاړ شي.

د ایران او پاکستان لپاره سخته وه چې د افغانستان په مالکیت کې د اوبو مدیریت مخه ونیسي، خو دا ورته ډيره د انديښې وړ وه چې دا برښنا بندونه جوړیږي او دوی د اوبو له سخت ګواښ سره مخ کوي.

دې دوه هېوادونو له طالبانو کار واخیست او ځانګړې لارښوونې یې ورته وکړې چې تر دې دمه دا دوه هېوادونه په دې کار کې بریالي دي او طالبان په ډیر اخلاص سره د دې هېوادونو د ګټو لپاره کار کوي.

تاسو به لیدلي او یا اوریدلي وي چې سلما بند چې په هرات کې جوړیده، څومره سرتېري پکې قربانی شول، څومره هڅه وشوه چې دا برښنا بند جوړ نه شي، طالبان ډله ییز بریدونه وکړل او د دې بند د ساتنې او څارنې سرتېري یې شهیدان کړل.

خو له دې ټولو هڅو سره سره بیا هم سلمابند جوړ شو، پرانیسته یې وشوه او اوس یې د کاسې ډکېدلو کار روان دی.

د دې تر څنګ نیمروز کې د کمال خان بند چې کارونه یې د ولسمشر غني په وخت کې پيل شي، په کراتو کراتو طالبانو پرې بریدونه کړي، قراردادي شرکتونه یې ګواښلي چې دا بند جوړ نه کړي او څو ځل خو یې قراردادي شرکت او پښیمانه شوی دی.

د کجګي بند د بیا رغونو او برښنا ظرفیت لوړولو باندې پلان و چې د برښنا ظرفیت یې زیات شي، خو طالبانو اجازه ور نه کړه، هغه وسایل چې د دې بند د جوړیدو لپاره کجګي ولسوالۍ ته تللي، تراوسه نه دي نصب شوي، لامل دا دی چې هلته قراردادي شرکتونه د طالبانو له لوري په مرګ ګواښل کیږي او کار کولو ته اجازه نه ورکوي.

د پکتیا مچلغو بند هم همداسې کلونه وشول، کارونه یې پيل شوي، خو دا چې دې سیمه کې ډیر کله طالبان ډله ییز بریدونه کوي، قرارداد یې څو ځل فسخه شوی او بیا په قرارداد ورکول شوی دي.

تازه طالبانو د دې بند د عامه ساتنې سرتېری محاصره کړي و چې له څو ورځنۍ محاصرې وروسته طالبان شاتګ ته اړ شوي دي، طالب چې کرایي قاتل او د افغانانو ازلي دښمن دی، د بهرنیو استخباراتي ادارو په دستور هيڅکله اجازه نه ورکوي چې افغانستان پرمختګ وکړي.

خو افغان ځواکونه چې اوس د ځان بساینې پرلور روان، یوه ورځ به راځي چې دا لعینې ترهګرې ډلې به له منځه لاړې شي او بیا به د نور هېوادونو هیڅ ډول پروژې نه پلې کیږي.

2 thoughts on “برښنا بندونو جوړول ولې له خنډ سره مخ دي؟”
  1. Iran shall purchase irrigation water with oil, Water is natural resource in Afghanistan and Oil is natural resource of Iran so if Iran demands extra Irrigation water they shall buy it with the exchange of Oil.

  2. KUNER RIVER DAM HAVE VITAL WORTH FOR PEOPLES;

    ENERGY/WORK AREA FOR UNEMPLOYEE/AGRECALTURE.

    BUT CHINESS COMPANIES WASTE THE TIME,
    INDIAN COMPANIES WORKING EXPRESS.I HOPE TO GIVE CONTRACT
    FOR INDIAN COMPNIES.
    KUNER&NANGAR HAR PEOPLES MUST STRONGLY ASKED FOR KUNER DAM IN ELECTION
    TIME.PRESIDENT MUST DO SOME THING FOR EASTERN AFGHANS.(no play game)
    THANK YOU

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *