تاند، یکشنبه، د قوس ۲۴مه: د برښنا شرکت وايي، د یو شمېر پروژو په برخه کې د مالیې وزارت یو میلیارد او ۸۰۰ میلیونه ډالر پوروړی دی.

 د دې شرکت رئیس امان الله غالب وايي، ټاکل شوې چې د یوې هوکړې له مخې د دغو پورونو په بدل کې د بریښنا ټول تاسیسات د مالیې وزارت حساب ته شامل شي.

 نوموړي زیاته کړې، که مالیې وزارت دا تاسیسات وانخلي نو د برښنا شرکت نه شي کولای چې د مالیې وزارت پورونه ورکړي: (( په تېروو اتلسو کلونو کې د اسیا او نړیوال بانک مرستې اصلا پورونه وو، اوس به د نوي میلادي کال له پيل سره دا پورونه یو یو مالیې وزارت ته ورګرځوو.))

 د ښاغلي غالب په خبره په دې برخه کې ګڼې پروژې له اقتصادي سنجش پرته پلې شوې دي، خو د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي وايي، له بریښنا شرکت سره په دې کار کوي چې دا شرکت څنګه له خپلو فعالیتونواو عوایدو څخه ورو- ورو خپل پورونه ادا کړي.

 دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر حکومتي ادارې او زورواکان دا مهاله پورې د بریښنا شرکت له لس میلیارده افغانیو څخه زیات پوروړي دي.

One thought on “برښنا شرکت، مالیې وزارت ته په ۲ ملیارد ډالري پورونو کې خپل تاسیسات ورکوي”
  1. ترڅو چی دولت د برښنا پورونو په اړه همدارنګه ددی شرکت بیرته دولت نهاد په اړولو باندی تصمیم ونه نیسی نو افغانستان به ددی ریاست له لاسه په پورنو کی غرق شی چی دا غریب ولس بیا نشی کولی چی غلا شوی پیسی چی په قرض اخیستل شوی دی دوباره تحویل کړی نو مخکی لدی چی ولس زیان ووینی باید ددی برښنا شرکت په اړه جدی تصمیم ونیسی کچیری ګام پورته نشی نو مسول به وزارت مالیه او څارنوالی او مبارزه با فساد اداری او نوری اړوندی تخنیکی او اقتصادی اداری وی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *