تاند- د افغانستان برښنا شرکت د ۹ لویو پوروړو د برښنا مزي د رسنیو د خبریالانو په مخکې پرې کړل.

برښنا شرکت وايي، دا هغه کسان دي چې د دې شرکت دایمي او لوی پوروړي دي او له بیا بیا خبرداريو سره سره یې د برښنا بلونه ادا کړي نه دي.

برښنا شرکت د لویو پوروړو نومونه په دې ډول اعلان کړل:

د پور اندازه او د پوروړي نوم:

1 – کرتارسنک 1,670,464 پخوانی جهادي قوماندان او د ولسمشر پخوانی سلاکار حاجي الماس
2 – حاجي الماس 4,029,506
3- ریال سنگ 1,829,260 د زمردو سوداګر حاجي کرم شاه
4- جنرال انور 668,438 پخوانی جهادي قوماندان جنرال انور
5- هوسنگ 256,168 د زمردو سوداګر حاجی کرم شاه
6 – محمد انور 2,416,727 د ولسي جرګې غړی انور خان اوریاخیل
7- لطف الله 1,020,966 د ننګرهار پخوانی امنیه قوماندان لطف الله فرمانده
8- نورحبیب 1,008,884 پخوانی جهادي قوماندان نورحبیب
9- منورسنک 1,395,944 پانګوال حاجی مقیم فهیم

10- راجن سنگ 819,608 د پنجشېر پخوانی ښاروال حاجي ثنا
11- عبدالواحد 5,711,371 هوتل فیدرهوس هوټل خاوند

د برښنا شرکت په وینا دا کسان د دې شرکت څه باندې ۲۰ ملیون افغانۍ پوروړي دي او تر دې وړاندې دوی څو ځلې هڅه کړې وه چې د هغو د برښنا مزي پرې کړي خو په دې کار نه بریالي کېدل.

پخوا هم برښنا شرکت د ځینو پوروړو د برښنا مزي غوڅ کړي وو خو د دې لپاره چې اکثره پوروړي زورواکان او پخواني جهادي قوماندانان دي، بېرته یې مزي ترمیم کړي دي.

3 thoughts on “برښنا شرکت د ۹ لویو پوروړو د برښنا مزي پرې کړل”
  1. دا د جهاد او مقاومت په نامه هغه ویروسونه دی چی دا مملکت یی چور کړی، چور کوی یی او ددی وطن د زیربناوو د تخریب یوازینی عوامل دی. تاسو په خپله فکر وکړی چی د پروان او بهارستان ساحی اکثراٌ کورنو د اهل هنود افغانانو دی او دوی په زور او جبر تری نیولی دی راځی چی په ډانګ پویلی یی ووایو چی د اد نظار د دډلی حرفوی غله دی بر علاوه د بريښنا د پیسو باید لدوی دا جایدادونه واخیستل سی او خپلو اصلی څښتنانو ته تسلیم سی نو د فاسقی ډلی ته حکومت تر کومه زاری کوی اوس خپل ملت هم دا قاتلین، زور ویونکی ، غاصبین او اختطاف چیان شه پیږندلی دی او حکومت باید دا خڅه وکړی هغه کړی چی په دولت کښی دا فاجران حمایه کوی هغه له کرسیو لیری کړی. الله تعالی د ددی وطن هر خاین د دنیا او آخرت خنځیران وګرزوی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *