تاند- د افغانستان برښنا شرکت وايي، د طالبانو له لوري د برښنا د یوې ستنې د ویجاړېدو له کبله د پلازمېنې په برښنا کې پرچاوي راغلې ده.

د افغانستان برښنا شرکت ویندوی وحید الله توحیدي نن /چهارشنبه/ وویل، وسله والو طالبانو په کندوز ولایت کې د برښنا ستنه ویجاړه کړې چې له کبله یې له تاجکستان څخه په وارداتي برښنا کې ستونزې پېښې شوي دي.

توحیدي وویل، دا لومړی ځل نه دی چې طالبان د برښنا ستنې او نور ټولګټي تاسیسات په نخښه کوي؛ دې ډلې په ځلونو د برښنا ستنې الوزولي او د ښاریانو کړاوونه یې زیات کړي دي.

ده وویل، مخکې وسله والو طالبانو په کندوز کې د ۱۵۰ میګاواټه برښنا ستنه ویجاړه کړې وه؛ هغه لا جوړه نه وه چې په همدې ولایت کې تېره شپه یوه بله ستن په جګړه کې زیانمن شوه.

د افغانستان برښنا شرکت وايي چې د دغو ستنو د تخریب له کبله د کندوز، تخار، بلخ او بغلان برښنا هم تر ډېره له ستونزو سره مخامخ شوې ده.

توحیدي په عین حال کې هیله څرګنده کړه چې په کندوز کې به ویجاړه شوې ستنه ژر بېرته جوړه او د برښنا واردات به عادي حالت ته راوګرځوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *