تاند، سه شنبه، د میزان ۲مه: برښنا شرکت وايي، د ملي یووالي حکومت په پیل کې یې د ټول افغانستان په کچه ۱،۱ میلیون مشترکین لرل خو اوس دا شمېره ۱،۶ میلیونه ته لوړه شوې ده.
د برښنا شرکت رئیس امان الله غالب نن په کابل کې یو خبري کنفرانس ته وویل، د ملي یووالي حکومت له پيله تر اوسه د برېښنا د وېش ۷ سب سټېشنو ته وده ورکول شوې او ۱۱ نور نوي جوړ شوي دي.
ښاغلی غالب وايي، دا مهال په یو وخت د برېښنا پر ۱۱۰ پروژو کار روان دی چې ۴۹ پروژې یې د ډونرانو لخوا تمویلېږي: (( اوسني حکومت کې د بریښنا له شبکې سره ۷ نور ولایتونه وصل شوي خو هغه ولایتونه چې جنراتوري بریښنا لري، هم مو ورته د بریښنا بیه ۳۰ سلنه راکمه کړې ده.))
نوموړي وویل، دا مهال د کابل دریو صنعتي پارکونو ته بریښنا ورکوي او ډېر ژر به د ننګرهار، هرات، بلخ او کندهار صنعتي پارکونو ته هم بریښنا وغځوي: (( د ۲۴ نویو پروژو له تکمیل سره هم مهاله مو له ازبکستان سره دوه ورځې وړاندې في کیلو واټ ۵ سینټه بریښنا قرارداد وکړ او افغانستان ته به د لسو کلونو لپاره ۱۵۹ میګاواټه بریښنا لاین راغځوي.))
دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې کابل همدا اوس هم له دایمي بریښنا څخه برخمن نه دی او طالبانو یې د بریښنا لاینونه په بغلان او کندوز کې وهلي دي.