تاند، شنبه، د حمل ۳۰ مه: د برېښنا شرکت وايي، د کورونا وایرس د خپرېدو له امله ډېری کاروبارونه په ټپه درېدلي دي، خو دغه شرکت ته تراوسه پوروړو خپل پورونه ورکړي نه دي.

د دغه شرکت مشر امان الله غالب وايي، ګڼې دولتي ادارې یې مېلیاردونه افغانۍ پوروړي دي، خو د کورنیو چارو او دفاع وزارتونه یې ډېر پوروړي دي او تراوسه یې خپل پورونه نه دي ورکړي.

د غالب په خبره، د ګرځبندیز له امله د برېښنا شرکت ډېر زیان کړی او خلک هم خپل پورونه په وخت نه ورکوي.

نوموړی ګواښ کوي، که تر راتلونکو دوو میاشتو پورې دولتي او خصوصي ادارې خپل پورونه ورنه کړي، نو د کابل په ګډون به ټولو ولایتونو وارداتي برېښنا پرې شي، چې خلک به له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي: ((د هغې هوکړې له مخې چې افغانستان یې د برېښنا ورکوونکو هېوادونو سره لري باید د وارداتي برېښنا پیسې په خپل وخت سره وکړو او دا هغه مهال امکان لري چې موږ د شرکت عواید په نورمال ډول را ټول کړو.))

غالب ونه ویل چې کورنیو چارو او دفاع وزارتونه یې څومره پوروړي دي، خو تېر کال دغه شرکت ویلي وو، چې د دولتي او خصوصي ادارو ترڅنګ یې ځینې سیاستوال هم ۸ مېلیارده افغانۍ پوروړي دي.

غالب حکومت ته د سپارښتنې په ډول وویل، لومړی باید د افغانستان حکومت له دیپلوماتیکو لارو څخه د برېښنا صادرونکو هېوادونو په ځانګړې توګه ازبکستان سره مذاکره وکړي څو د برېښنا پیسو په اخیستلو کې له ځان څخه انعطاف وښیي: (( په دې سره به د افغانستان برېښنا شرکت باندې فشار را کم شي، دویم د افغانستان حکومت له سیستکا سره باید خبرو ته دوام وکړي څو هغوی د امنیتي ځواکونو د برېښنا پیسې ورکړي او درېېمه دا چې د افغانستان برېښنا شرکت د پخوا په څېر د برېښنا بېلونو وېش ته دوام ورکړي او خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي څو په نورمال ډول د برېښنا دوام لپاره خپلې پیسې په خپل وخت سره تصفیه کړي.))

دا په داسې حال کې ده چې یاد شرکت له حکومت نه ۵۰ میلیونه ډالر د خپل مالي بحران د کنترول لپاره غوښتي وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *