یوه ورځ یوځوان له سقراط څخه وپوښتل چې د بریالیتوب راز په څه کې دی؟ سقراط هغه ساعت څه ونه ویل؛ خو ځوان ته یې د هغې ورځې په سبا سیند غاړې ته د ورتلو بلنه ورکړه. سبا ژمنې سره سم دواړه سقراط او ځوان دسیند پرغاړه سره یوځای شول.
سقراط له ځوان نه وغوښتل چې هغه سره سیند ته ننوځي. کله چې سیند ته ننوتل اوبه یې ترستوني ورسیدې، سقراط د ځوان سر په اوبو کې ښکته او فشار یې ورکړ.
ځوان د ځان خلاصولو هڅه کوله؛ خو سقراط چې له هغه نه ډېر قوي وو د څو شیبو لپاره یې هماغسې پریښود، ترڅو چې یې رنګ شین واوښت.
بیا سقراط د ځوان سرله اوبو راوویست، لومړنی کار چې ځوان وکړ یوه اوږده ساه یې واخیسته.
سقراط ځوان ته وویل: له هغه حالته د ځان خلاصولو لپاره دې یواځینۍ هیله څه وه چې ترسره شي؟
ځوان ځواب ورکړ: د ساه اخیستل.
سقراط وویل: همدا د بریالیتوب راز دی! لکه څرنګه چې دې هوا غوښتله او د تنفس اخیستو لپاره دې د ځان خلاصولو لپاره هڅه کوله، که د بریالیتوب لپاره هم هڅه او زیار وکړې لاسته راوړلی یې شې.
پند:
« پرته له کوښښه د بریالیتوب بله کیلي نشته.»