احساسات او جذبات د ژوندي موجود فطرتي خاصیت دی، چې د ژوند په ډول ډول پړاونو کې د خواښۍ او خواشینۍ په حالتو کې په فزیکي او رواني توګه څرګندیږي. زموږ د ټولنې ځوانان د خپل ژوند په هره برخه او پړاو کې د احساساتو او جذباتو د پوهاوي او کنترول وړتیاوې خپلول د ژوند اړینه برخه نه ګڼي خو د هر انسان لپاره په ژوند کې د احساساتو په اړه پوهه او کنترول د بریالیتوب ضروري او اساسي وړتیا ده.
احساساتي پوه د ناپېژندل شویو وړتیاوو، صلاحیتونو او مهارتونو مفکوره ده، چې انسانان د نویو بدلونونو، ستونزو او بېلا بېلو فشارونو سره د مخامخ کیدو پرمهال مرسته کوي او انسانان لا غښتلي کوي. احساسات انسانان اغېزمنوي چې ښې یا بدې کړنې ترسره کړي. که یو څوک د احساساتو په کنترول او مدیریت کولو بریالی نشي، کیدای شي چې منفي احساسات رامنځ ته شي، لکه: غوسه چې له امله یې بد عمل کیږي.
نو هغه انسانان چې باخبره وي، حساس وي او پر احساساتو کترول ولري؛ کولای شي، چې د ژوند خپلې چارې په شعوري توګه مدیریت کړي. برخلاف هغه څوک چې احساساتي پوهه ونه لري؛ لارې یې خطا کړي وي، سوء تفاهم یې ډير وي او نورو سره په اړیکو کې ناکام وي. ټولو ځوانانو ته پکار ده، چې په خپل مسلک کې د کار پرمهال احساسي پوهه ولري او خپل ځانونه، د کورنۍ او ملګري د احساساتي ستونزو څخه وباسي ترڅو په ژوند او مسلک یې بری موندلی وي.