یادې څرګندونې د یکشنبې په ورځ پکتیکا مرستیال والي عطاالله فضلي د اجرآتو ارزیابۍ په نوم جوړ شوي یو ورځیني ورکشاپ کې وکړې.

په یاد ورکشاپ کې پکتیکا مرستیال والي عطاالله فضلي او د بېلابېلو سکتوري ریاستونو استازو ګډون کړی و.

پکتیکا مرستیال والي عطاالله فضلي وویل، هره اداره چې وغواړي خپلې ټاکلې موخې په سم ډول تعقیب او ترلاسه کړي نو په وینا یې په کار ده چې د خپلو کار کوونکو سمه ارزیابي ترسره کړي.

د ده په خبره، که چېرې ادارې د خپلو فعالیتونو ارزیابي په خپل وخت ترسره کړي نو کولای شي چې خپل اړونده اهداف په ټاکلي موده کې په سم ډول ترلاسه کړي.

نوموړي دغه راز د ادارو استازو ته سپارښتنه وکړه چې له یاد ورکشاپ څخه په ګټې اخیستنې سره د ارزیابۍ اصل په خپلو ادارو کې پلی کړي.

د یادونې ده چې د اجرآتو ارزیابي په یاد ورکشاپ کې د ارزیابۍ بېلابېل اصول او هنرونه ګډونوالو ته په ډاګه شول.

درنښت

د پکتیکا ولایت د رسنیو دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *