لیکوال ډاکټر ASKY
ژباړن محمداکبر حقمل معینزی
«زما لومړنۍ او وروستنۍ مینه له خپل ځان سره مینه ده». د نورو په ارزښت او خوښۍ درکولو باندې تکیه او بسنه مه کوئ؛ بلکې هڅه وکړئ خپل ځان ته په خپله ارزښت ورکړئ ترڅو د ريښتینې خوښۍ لامل مو شي. په خپله مو ځان ته ارزښت ورکړئ؛ ځکه په دې برخه کې یوازې تاسو په خپله مسؤل یاست او ستاسو خپله هڅه اړینه ده.
که چېرې تاسو خپل ځان ته په خپله ارزښت او مینه ورنه کړئ، نو په دې پوه شئ، چې هېڅ څوک به درته ارزښت درنه کړي.
ريښتینې او بریالۍ اړیکې هغه اړیکې نه دي کومې، چې تاسو په فلمونو او سریالونو کې لیدلې او وینئ؛ بلکې ريښتینې اړیکې په هغه وخت کې رامنځته کېدونکې دي کله، چې دوه کسان یو او بل ته تر ټولو ډېر ارزښت ورکړي او په دې خوښ او خوشحال وي، چې خپل ډېری وخت له اړوند کس سره تېر کړي. دوی پوهېږي، چې ټول عمر د مینې او بریالیو اړیکو چانس نه وي او د هغو کسانو مینه پیاوړې او نه ماتېدونکې ده څوک، چې هر وخت خپل اړوند ملګري ته ریښتینی ارزښت او مینه ورکوي.
یو او بل ته درناوی کول او ارزښت ورکول کولای شي له امن څخه ډکه ټولنه رامنځته کړي. د یو او بل په بریاوو خوښ او خوشحاله شئ او د یو او بل لاسته راوړنې ولمانځئ. د موخو او غوښتنو د تر لاسه کولو لپاره یو او بل وهڅوئ. یو او بل ته له ښه څخه هم د لا ښه کېدو په موخه بلنه وکړئ.
له ځان څخه مو ډول ډول اړوندې پوښتنې وکړئ او ځوابونه ورته ومومئ، تر څو د غوره اړیکو د درلودلو او خپلولو لارې چارې درته وښئي، لکه:
۱ په مینه او ښو اړیکو کې څه ډول کسان بریالي دي؟
۲ ایا زه خپل ځان د مینه ناکو کسانو په څېر کولای شم؟
۳ د کومو کارونو په ترسره کولو سره کولای شم ښې اړیکې ولرم؟
۴ د بریالیو او ريښتینو اړیکو درلودلو لپاره به زما نننی کار څه وي؟
M Akbar Haqml mueenzai