ژباړه
خپلو هدفونو ته رسېدل د ځینو کسانو لپاره یوه خیالي هیله ده، خو دا په یاد ولرئ چې موخو ته رسېدل کوم ستونزمن کار هم نه دی، بسنه کوي چې بریا ته د رسېدو لپاره یوازې یو صحیح مسیر او لاره وټاکئ او پر هغه د خپلو موخو پر لور حرکت وکړئ، کولای شئ چې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره د تجربه لرونکي کسانو نه مرسته وغواړو خو ځینې وخت تاسو خپله هم کولای شئ پدې لارو چارو که له خپل ځانه مرسته وغواړو.
یو تکړه ارواپوه او لیکوال دن سالیوان په خپل(The Success Princepales) کتاب کې لیکي« هر څوک چې غواړي په خپل ژوند کې تل بریالي وي هغه باید موخې ولري او موخې ته د رسېدلو لپاره باید لاره او مسیر معلوم کړئ بیا یې د پر لور پر هماغو لار او مسیر حرکت وکړي» سالیوان وايي هغه څوک چې غواړئ خپلو موخو ته ورسیږي نو دا څلور پوښتنې دې له ځانه وکړي او ځواب یې د کاغذ پرمخ ولیکي چې دا څلور پوښتنې په لاندې ډول دي.
۱: په راتلونکې دریو کلونو کې به چیرته وم؟ ژوند به مې څنګه وي او دنده به مې څه وي؟
هڅه و کړئ چې ټولو جزئیاتو سره دې سوالونو ته ځواب وکړئ، چې په څلورو کلونو کې به چیرته وم؟ ولیکئ چې په راتلونکو دریو کلونو کې به ….. وم. په راتلونکو دریو کلونو کې به مې ژوند څنګه وي؟ ولیکئ چې په راتلونکو دریو کلونو کې به مې ژوند ….. وي. په راتلونکو دریو کلونو کې به کومه دنده ولرم؟ ولیکئ چې په راتلونکی دریو کلونو کې به مې دنده ….. وي.
۲: دې موخو ته د رسېدو پر لاره به د کومو ستونزو او خنډونو سره مخ شم؟
ددې سوال په ځواب کې ولیکئ چې دې موخو ته د رسیدو په وخت کې شاید …. ستونزو سره مخ شم. هغه ستونزې او خنډونه چې ستاسو په ذهن کې راګرځي او امکان یې وي چې په راتلونکي کې به ورسره مخ شي لیست کړئ تر څو ویې پیژنئ او کلکه مبارزه ورسره وکړئ.
۳: اوس باید پر کومو مهارتونو او بریاوو پانګونه وکړم؟
موږ ټول مهارتونه لرو چې په وسیله مو یې بریاوې تر لاسه کړې، هېڅ کوم مهارت او بریا کمه مه ګڼئ حتا که هغه کوچني هم وي، فکر وکړئ پردې څنګه نورو موخو او هدفونو ته ځان پرې رسولای شئ.
۴: دې موخو ته د رسېدلو لپاره نورو کومو مهارتونه او زده کړو ته اړتیا ده؟
په تش لاس بریاوو ته رسېدل ستونزمن دي، د هغو کسانو د بریا چانس ډېر وي چې له ځان سره مهارتونه او زده کړې لري، د هر کار سرته رسول او هرې بریا ته رسېدل مهارتونو او زده کړو ته اړتیا ده، تاسو هم ځان پوه کړئ چې نور کوم مهارتونو دي چې باید د راتلونکو بریاوو د ترلاسه کولو لپاره یې زده کړئ.
مرسته!
د لومړي سوال ځواب په ورکولو کې پوره اختیار لرئ خو هېره مو نه وي چې باید لوړې موخې وټاکئ.
د دویم سوال په ځواب کې یوازې هغه ستونزې او خنډونه ولیکئ چې ستاسو په اند د پرمختګ مخه مو نیسي.
د درېیم سوال په ځواب هغه مهارتونه او بریاوې مو ذکر کړئ چې اوس یې په واک کې لرئ او ولیکئ چې څنګه کولای شئ له دې مهارتونو او بریاوو نه راتلونکو بریاوو ته د رسیدلو لپاره ګټه اخیستلای شئ؟.
د څلورم سوال ځواب لپاره لومړی باید تاسو هغه مهارتونه کشف کړئ چې د بریا لپاره اړین دي، هماغه مهارتونه ولیکئ چې د راتلونکو بریاوو لپاره یې زده کولو اړین دي.