انسان هغه وخت بریا ته رسېدای شي چې بريا ته د رسېدو هڅه وکړي، خو په يوازې هڅه او تصميم نيولو ناشونې ده چې په دغه ستړې لاره تر منزله ورسېږي. تصميم او هڅه يې يوازې پیل دی، بريا ته تر رسېدو په لاره کې ډېرې لوړې او ژورې راځي، ستونزې او خنډونه ل�� منځه وړل غواړي، پياوړی عزم په کار دی؛ څو د ټولو ستونزو پر وړاندې صبر او استقامت له لاسه ورنه کړي.
پخوانيو به ويل تجربه د علم مور ده، دا حقیقت دی هغه څه چې يو انسان هر څومره سختۍ، کړاوونه، ستونزې او لوړې ژورې تجربه کړي هغومره پخېږي او هغومره بریا ته د رسېدو زېری دی او يا داسې چې ماتې خوړل بريا ته لارښوونه ده، خو په دې شرط چې ماتې خوړونکی ماته ونه مني، بيا راپاڅي او د پرمختګ بله اغېزمنه لاره وټاکي.
د تجربې اغېزمنتیا يوازې په دې کې نه ده چې د پرمختګ يا ماتې خوړلو او وروسته پاتې کېدو د مخنيوي له پاره د نورو د ژوند تجربې مطالعه کړي، د دې ښه والی به دا وي چې بريا ته د رسېدو له ډېرو رازونو به خبر شي او مخکې له مخکې به په دې لاره کې د خنډونو او ستونزو د له منځه وړلو ، له هغو سره د مبارزې او استقامت يو غښتلی هوډ ولري.
دا مې تر دې وويل چې د حبيب وقار په نوي لیکل شوي «هڅه او بريا» کتاب کې همغه څه راټول شوي چې لوستونکی بريا ته د رسېدو له رازونو خبروي. په دغه لاره کې شته او احتمالي خنډونه او ستونزې ورته په نښه کوي، د ستونزو او خنډونو د له منځه وړلو او پر وړاندې يې د مقاومت لارې چارې ور زده کوي او په پای کې بريا ته د رسېدو کيلي په لاس ورکوي.
هڅه او بريا کتاب په ۲۰۰ مخونو کې چاپ شوی دی چې د دريو سريزو سربېره يې د ۲۱ هغو باعزمه او کلک هوډ لرونکو شخصيتونو د ژوند کيسې را اخيستې دي چې د ډېرو ستړيو او سختيو له ګاللو وروسته د يوه بريالي ژوند څښتن دي چې دغه بريالی ژوند يې نه يوازې د ځان له پاره جوړ کړی بلکې د ټولنې او هېواد په خدمت کې يې هم ډېره څه کړي دي.
موږ يوازې د برياليو کسانو د پرمختګونو او لاسته راوړنو څه نه شو زده کوی؛ بلکې څو پورې چې د هغوی له ماتې خوړلو، ستونزو ګاللو، مقاومت، کلک عزم او هوډ، صبر او استقامت څخه خبر نه شو، د دې کتاب ښه والی همدا دی چې د برياليو کسانو د ژوند کيسې يې داسې را اخيستې دي چې بريا ته د رسېدو په لاره کې يې هېڅ نه دي پرېښي، که يو څوک يې مطالعه کړي پوهېږي چې هېڅوک له ستونزو ګاللو، استقامت او کلک هوډ څخه پرته بريا ته نه شي رسېدای، نو ستونزو ته غېږه ورکوي، له مخې يې لرې کوي او بريا ته ځان رسوي.
د «هڅه او بريا» کتاب بل ښه والی دا دی چې ځينې وخت ستونزې، اسانتیاوې او برياوې د وخت او ځای په پرتله ډېر تفاوت کوي، که د برياليو بهرنیانو ژوند مطالعه شي ډېری به وايي چې دلته دا ډول اسانتیاوې يا دا ډول ستونزې نشته، خو په دې کتاب کې د همدې عصر او د همدې هېواد د برياليو کسانو د ژوند کيسې راوړل شوې دي چې د مکان او زمان په پرتله تفاوت هم نه پکې ليدل کېږي.
دغه کتاب د ځوانانو په ځانګړې توګه د تنکيو ځوانانو له پاره د زده کړې ډېر څه لري، بلکې د يوه ښوونځي او يا يوه ښوونکي په څېر دی، ځکه د يوه ځوان عزم غښتلی، فکر يې تازه او د همدې لارې لاروی او د بندو دروازو د پرانستلو په لټه کې دی، که يو ځوان دا هدف ولري چې د بريا لوړو پوړيو ته ورسېږي، لوړ شخصيت شي، د ټولنې او هېواد خادم شي، نو د همدې اتلانو له تېروتنو دې ډډه وکړي او مثبت ګامونه يې دې تعقيب کړي.
کېدای شي خپلو موخو ته ډېر خلک ورسېږي، ډېر خلک د بريا لوړو پوړيو ته ورسېږي ډېر خلک يو ارامه او له اسانتیاوو ډک ژوند جوړ کړای شي، خو دا خبره ارزښت لرونکې او د يادولو وړ ده چې يوازې د ځان له پاره هر څوک او هر ژوی ژوند کولای شي، راځئ د نورو له پاره هم ژوند وکړو، نورو ته هم يو څه وکړو او ورکړو، ځکه رښتينی ژوند هغه دی چې نورو ته نېکمرغي راوړي.
د يوه سوکاله او ودان افغانستان په هيله
۲۰۱۹/فبروي/۱۴مه