۱- زه ګټونکی یم؛ ځکه چې د موخو د نړۍ پر لور مې ګام اخیستی، لومړی ګام؛ یعنې هوډ.
۳- زه ګټونکی یم؛ ځکه داسې لوی رب لرم، څه چې وغواړم راته راکوي یې.
۳- زه ګټونکی یم؛ ځکه چې خدای پاک مسلمان پیدا کړی یم او مسلمانان تل بریالي دي.
۴- زه ګټونکی یم؛ ځکه د ژوند نقشه مې داسې رسم کړې چې یوازې یو شی غواړي «عملي کول».
۵- زه ګټونکی یم؛ ځکه چې په لومړي سر کې هر لوی کار ناممکن ښکاري، نو ټوله هڅه کوم چې ناممکن پر ممکن بدل کړم.
۶- زه ګټونکی یم؛ ځکه هم ناهیلي پېژنم او هم صبر او حوصله، پر دې هم پوه یم چې صبر او حوصله د ناهیلۍ یوه بېلګه ده، چې انسان کولای شي په اسانۍ سره یې وزغمي.
۷- زه ګټونکی یم؛ ځکه چې ژوند ته د یوه ښکلي شي په سترګو ګورم، کله دې چې ژوند ته ښکلي وکتل، خپله ښکلی کېږي.
۸- زه ګټونکی یم؛ ځکه چې د ورځې په اوږدو کې یو ساعت د خپل زړه خبرو ته غوږ نیسم.
۹- زه ګټونکی یم؛ ځکه چې ذهن مې داسې جوړ کړی چې دوزخ راته جنت جوړ کړي، نه داسې چې جنت پر دوزخ بدل کړي.
۱۰- زه ګټونکی یم؛ ځکه پوهېږم چې ستونزې هغو لویو کاڼو ته ورته دي چې د اوبو مخه نیسي، که دغه کاڼي نه وای اوبو به غږ نه درلود.