A golden key that leads to success. 3D rendering with raytraced textures and HDRI lighting.

په کلي کور، ولس او سيمه کې هغه خلک تر نورو ډېر د پام وړ وي چې د نورو په پرتله يې زحمت اېستلى او بريا ته رسېدلي وي، د هغوى دغه برياليتوب د يوه ژوندي موجود په څېر د نورو پام ځانته اړوي او پټ نه پاتې کېږي.

بریا یواځي دیته نه ویل کېږي چې یو شخص دې له پوهنتونه په لمړۍ درجه بریا ومومي، بریا یواځي دیته نه ویل کېږي، چې یو فرد دې له ماشټرۍ په لمړي مقام فارغ  او یا هم کامباب شي او بریا یواځي دیته نه ویل کېږي چې یو لوبډله دې له مقابلې لوبډلې پر وړاندې بریا خپله کړي او داسي نور……….

زه بریا ووته د ډېرو خواوو او د ډېری اړخونو ګورم، که ستاسي توجه وي په کلي ولس کې ځېنې اشخاص غمونه، دردونه او کړاونه وځپي، نو دا ځپل او تراشل داسې وي چې بیخې حد او اندازه یې مالومه نه وي، خو د دې هر څه پر وړاندې د غره په څېر ودریدل او پر وړاندې مقاومت، کلک هوډ او غښتلی تصمیم نیول د بریالیوو خلکو دنده ده او همېش به یې په خوله مسکا وي، د خفګان کومه ریښه به په کې ونه ویني، ځکه چې دا وګړي مجادله کوونکي دي د تکالیفو پر وړاندې.

بل هغه وګړي به تاسو هم لیدلي وي، چې د فزیکي لحاظه به روغ رمټ وي، جسمي ځواک به یې قوي وي او د هر څه کولو توان به لري، خو دوی د تکالیفو او کړاونو ته سرټېټه وي او د یون یا حرکت یوه وړه هڅه هم نه کوي، نو په همدې اساس دا وګړي اخر هم وپرزېږي او بیا د پورته کېدو یوه لاره هم پاتي  نه وي، چې دا ډول خلک په ټولنه کې ډېر مایوسه وي.

په پای کې دا که غواړئ چې تل مسکانه او خندرویه اووسې، نو اړینه ده چې د مشکلاتو، تکالیفو، سختیوو،ولږو تندو، او د هر قسمه ستونزو په تقابل کې یاید  قوي، غښتلې، پیاوړي او مبارزه کوونکي او وسو!

که چېرته مو دا چاره ترسره کړه او د عمل جامه مو ور واغوسته نېږدې ده چې په هره برخه کې به بریالي او کامیابه وګړي هم تاسي یاست!

په وروستۍ برخه کې د هېواد هر فرد ته د الله ج نه د ترخو شېبو امان غواړم او په هر ډګر کې ورته خوشالي، کامیابي او بریالیتوبونه د ستر رب څخه غواړم.

هره ورځ مو د بریا او خواښېو څخه مشتمله!

د سپین غر راډیو

2017-6-23

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *