لیکوال محمداکبر حقمل
بریا ته هر کس رسېدلای شي، خو دا خبره د کار کولو په پیل پورې اړوندېږي. بریاليتوب پر خپل ځای بشپړ ولاړ دی او د هر کس لپاره یې هېڅ کوم بدلون نه دی موندلی، ستاسو وختي او ناوختي پیلول ورته یواځې دومره توپير لري، چې بري ته د رسېدو وخت به مو ژر یا وروسته وي. که چېرې تاسو موخو ته د رسېدو یا بریالیتوب ته د رسېدو په موخه وختي په خپل کار پیل وکړ نو تاسو به هم وختي خپلې موخې ته ورسېږئ او که چېرې مو خپل کار ناوخته پیل کړ نو تاسو به هم خپلې موخې او بریا ته ناوخته ورسېږئ یعنې موخې ته رسېدل حتمي دي هغه که وختي وي او یا که ناوخته او موخې ته رسېدل یواځې په پیل پورې اړه لري. ډېری ناکام او نابریالي کسان داسې فکر کوي، چې موږ خپل کار وختي یا له وړکتوب څخه نه دی پیل کړی، اوس ناوخته شوې او بریا یا موخې ته د رسېدو لپاره کار کول مو کوم ځای نه نیسي یعنې بریالیتوب ورته بشپړ ناشونی یا ناممکن ښکاري، خو په حقیقت کې داسې نه ده، بریا هر وخت شونې ده او په هر وخت کې هر کس کولای شي بریا ته ورسېږي ځکه، چې بریا په دې ډول وخت پورې نه اړوندېږي بریا یواځې کلک هوډ او ریښتینی کار غواړي هغه که په هر وخت کې وي. د نابریالیو کسانو د ناکامۍ یا نابریالیتوب راز په دې کې دی، چې دوی د شوني کار په اړه د ناشونتیا فکر کوي او له همدې ننۍ ورځې یې نه پیلوي، لا ناوخته کوي او ډول ډول بهانې لټوي. که چېرې دوی غواړي ترڅو ريښتینې بریا ته ځان ورسوي نو دوی اړ دي، چې بهانه لټونه پرېږدي او ژر تر ژر همدا اوس خپلې موخې او بریا ته د رسېدو لپاره کار پيل کړي ځکه د بریا لپاره یواځې او یواځې ريښتينی هوډ او ريښتينی کار شرط دی. همدا اوس هوډ وکړئ د خپلې خوښې بریا ته مو د رسېدو لپاره تر ټولو زیات زحمت وکاږئ او د ريښتينې بریا خوند وڅکئ!