تاند- د بریتانیايي شهزادګۍ کېټ بیا اومیندواره ده. د بریتانیا سلطنتي ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د ملکې د لمسي شهزاده ویلیمز مېرمن ۳۲ کلنه کېټ حامله ده.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې ممکن د شهزادګۍ کېټ ماشوم د ۲۰۱۵ میلادي کال په مارچ میاشت کې دنیا ته راشي.
د کېټ او ویلمز لومړی ماشوم تېر کال زېږېدلی و.
په بریتانیا کې له دې سره سره چې ملکه او سلطنت تشریفاتي رول لري او د هیواد ټولې چارې د صدراعظم په لاس کې دي، خلک د ملکې او د هغې د خپلوانو له کورنیو مسلو سره ډېره لېوالتیا لري. اوس به اکثره تلویزیونونه، ورځپاڼې او نورې رسنۍ د کېټ او ویلمز په راتلونکي ماشوم تبصرې کوي.
د سلطنتي ماڼۍ په خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي چې د کېټ او ویلمز راتلونکی ماشوم هلک او که نجلۍ ده.
kor ye wran kre, de kho yawa myasht makhke mashoom zaye kar. sama wooza da.
میاشت دوه مخکې خو دې یو ماشوم خراب کړی وه، ماشاءالله سمه د اوزې په څېر دی، داسې ژر یې بیا کار کړی دی که دا شهزاده همدې کار ته بالکل وزګار دی 🙂