تاند- په افغانستان کې د بریتانوي پوځیانو یو پخوانی قومندان وايي، دوی باید یوه لسیزه پخوا، چې د طالبانو رژیم تازه پرزېدلی و، له هغوی سره خبرې کړې وای.
جنرال نیک کارتر له ګاردین ورځپاڼې سره په ځانګړې مرکه کې دا خبره یوه اوونۍ وروسته له دې وکړه چې د سولې د خبرو لپاره په قطر کې د طالبانو دفتر پرانستل شو.
جنرال کارتر، چې په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو مرستیال عمومي قومندان دی، وايي: افغان امنیتي ځواکونه له ۲۰۱۴ وروسته په کلونو د لوېدیځو پوځیانو مالي او پوځي ملاتړ ته اړتیا لري.
ده دا هم وویل چې د کابل حکومت باید دا ومني چې په کلونو به د هیواد پر یو شمېر لېرې پرتو سیمو یوازې څپڅپاند کنټرول لري.
ده د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې ته وویل:«په ۲۰۰۲ کال طالبان په تېښته ول. فکر کوم په هماغه مرحله کې که موږ له ډېر دقته کار اخیستی وای ښايي د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره مو وروستۍ حل لاره موندلی وای. حتي ټول افغانان مو په ۲۰۰۱ کې د خپل هیواد د راتلونکې لپاره د خبرو مېز ته کښېنولي وای.
ده زیاته کړه:«کومه ستونزه چې اوس ورسره لاس و ګرېوان یو، اساساً سیاسي ستونزه ده او سیاسي ستونزې د خلکو ترمنځ په خبرو حل کېږي.»
جنرال نیک کارتر د افغانستان د ملي اردو او ملي پولیسو په اړه وویل: زما په باور اردو او پولیس په مضبوطو موسساتو بدل شوي، دوی پوره غښتلي دي او نه یوازې د راتلونکي کال د انتخاباتو امنیت ساتلی شي بلکې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته د خپل هیواد د زیاتو سیمو ثبات هم تضمینولی شي.
جنرال کارتر وویل، افغان امنیتي ځواکونو ته د افغانستان د عملیاتو د مشرۍ سپارل به، چې تېره اوونۍ یې وروستی پړاو بشپړ شو، بالاخره طالبان خبرو ته حاضر کړي.
له همدې کبله ښايي طالبان هم په دې پوهېدلي وي او له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو مخکې سیاسي حل لاره ومني خو دا کار دوولس کاله پخوا هم کېدای شوای.
جنرال کارتر وویل، افغان امنیتي ځواکونو ته د افغانستان د عملیاتو د مشرۍ سپارل به، چې تېره اوونۍ یې وروستی پړاو بشپړ شو، بالاخره طالبان خبرو ته حاضر کړي.
د افغانستان نننۍ ستونزې د قطر د دفتر له پرانستلو سره لا څرګندې شوې. د دې دفتر له پرانستل کېدو وروسته پېښې سبب شوې چې تماسونه وځنډېږي او ولسمشر کرزی قطر ته د خبرو لپاره د پلاوي له لېږلو ډډه وکړي ځکه په کوم ډول چې د طالبانو دفتر پرانستل شو، داسي و لکه یو سفارت چې پرانستل شوی وي.
خو جنرال کارتر چې په افغانستان کې د جګړې تجربه لري، افغان امنیتي ځواکونو ته د مسوولیتونو انتقال او د امنیت او ثبات د ساتنې لپاره د افغان ځواکونو وړتیا د طالبانو لپاره یو درس بولي چې په راتلونکې کې د واک ته رسېدو هیله ونه لري. دا مسله د کارتر په وینا خبرو ته د طالبانو د تیارېدو سبب کېږي.
جنرال کارت وايي یو وخت داسی تصور کېده چې ساعت د بهرنیو قواوو په لاس کې دی خو وخت د طالبانو په ګټه دی، خو اوس خبره برعکس شوې ده، طالبان په دې پوهېدلي چې که بهرني پوځیان ووځي واک ته د دوی د رسېدو احتمال نشته.
له بلې خوا د جنرال کارتر په نظر افغان امنیتي ځواکونه په دې خاطر چې په بیړه تشکیل شوي، د مرستو دوام ته اړتیا لري او د هغوی یوه ستونزه د هوايي ځواک نه لرل دي او له دې کبله په غرنیو سیمو کې د دوی خوځښت له مشکل سره مخامخوي.
د جنرال کارتر په وینا د افغانستان د هوايي ځواک د پیاوړتیا پروګرام د دغه ځواک وړتیا کال په کال زیاتوي خو تر ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونو پوري به په لازم ډول اکمال نه شي.
کارتر په عین وخت کې ټینګار کوي چې د افغانستان پوځي تاسیسات اوس هم له ثباته برخمن دي او که د امریکا او لوېدیځ مرستې ورسره تر یوه وخته دوام وکړي د افغانستانه ښې راتلونکې ته هیلې شته.
This news confirms that secretly there has been talks with Taliban now and the international community regrets it were ten years ago.
لس کاله مخکی همدا وویل شول مو ډیره غلطی کړیده افغانان خو مونږ همداسی بی سواله بی جوابه پریښودل دا جګړه خو دویی دټولی نړی لباره ګټلی که روسان تودی اوبو ته داخل شوی وای انجام به یی تاسو پخبلو سترګو لیدلی وای دا افغانان وو چه نړی یی ددریم جنګ نه وساتله بیا به نه تکراریږی .دغه ده نن بیاهمغه قیصی ویزی شروع شوی دی کله یوه وایی کله بله افغانان نن بی وسه اوبی قدرته دی کشکی یوه خوله وای خونن زمونږ په خبره کی هر څوک څڼی وراچوی ، دادی نن دبرتانوی جنرال نیک کارتر ویلی باید دطالبلنوسره لس کاله مخکی خبری شوی وای اوس یی فکر شو مونږ خو ناری وهلی خو تاسو غوږونو کی مالوچی ایښودلی وی
لس کاله نه تاسو انګلسانو باید خپل تاریخ لوستی وای او هغه مو درپه یاد کړی وای چی زموږ بلارونو او نیکونو تاسو ته د سر په کپړی کی اوبه درکړی وی ولی ستاسو تنده له نده ماته شوی. هیله ده چی نه تنها تاسو انګلسانو بلکی ټولی نړۍ ته اوس په ثبوت
رسیدلی وی چی دافغانانو سره ډعری د غره سره ډعری دی
لس کاله وړاندی امریکا نه غوښتل چی له طالبانو سره روغه او د روغي بالعکس یی تیت او پرک طالبان د پاکستان په مټ بیا راټول او د امریکا په مالي مرسته او د پاکستان په فزیکی قوت یی مجهز کړل او افغانانو پسی یی وشکارل تر څو امریکا خبل هدف ته د رسیدو لپاره زمینه برابره کړی او افغانان یی د پړانګ او ډانګ تر منځ کړل له یوي خوا افغان دولت ،امریکا ،ناټو له بلي خوا طالبانو د افغانانو په وژلو لاس پوری کړ او په دي وژلو کی یی سیالی پیل کړه چي کوم طرف به په ظلم او بي رحمه ژلو کی ډیر مهارت لری اوس چی ۲۰۱۴ رانږدی ده د امریکا او افغان دولت تر منځ د دایمی هډو او ستراتیژیک تړونه په اړه خبری روانی دی نو امریکا هم غواړی چی خبلي دروغجنی ډرامی ته د پای ټکی کیږدی او په یو نه یوه بهانه له طالبانو سره جوړ جاړی وکړی
بله مهمه خبره داده چی دغه د صلحی خبری تر هغه په مخ نه ځی تر څو بوری له امریکا سره ستراتیزیک تړون او دایمی ّدی ورنه کړل شی تر هغی به طالبان افغان دولت ته نیغ نیغ کوی او له مختلفو زاویو به په افغان دولت فشارونه واردوی تر څو د امریکا روا او نا روا ټولی ومنی