تاند- د بریتانیا میرر ورځپاڼه وايي چې د دغه هیواد خاص ځواکونه یو ځل بیا افغانستان ته استول شوي چې په دغه هیواد کې د طالبانو او داعش پر ضد په ځینو ځانګړو عملیاتو کې ګډون وکړي.
میرر، د بریتانیا ډېره باوري ورځپاڼه نه بلل کېږي، خو وايي چې له دې یو کال وروسته چې صدراعظم ډویوید کامرون په افغانستان کې جنګي ماموریت پای ته رسېدلی اعلان کړ، د بریتانیا خاص عملیاتي ځواکونه تقریباً هره شپه له امریکايي پوځیانو سره یوځای د سختدریځو پر ضد په عملیاتو کې برخه اخلي.
ټاکل شوې وه چې د روان ۲۰۱۵ کال له لومړۍ ورځې بریتانیايي پوځیان یوازې د سلاکارانو په توګه په افغانستان کې دنده اجرا کړي خو د بریتانیا د دفاع وزارت سرچینې وايي چې ځواکونه یې په افغانستان کې د حملو پلانونه جوړوي او په خپله په عملیاتو کې ګډون کوي.
میرر ورځپاڼه د یوې نامعلومې سرچینې په قول وايي چې په تېرو شپږو میاشتو کې د بریتانیا خاصو ځواکونو د افغان کومانډو ځواکونو له روزنې مخکې ګام اخیستی او د طالبانو د نیولو لپاره یې د کورنو دروازې ټکولي دي.
ورځپاڼې نه دي ویلي چې دا عملیات په کوم ځای کې شوي او کوم کسان یې نیولي دي.