تاند- په افغانستان کې مېشت بریتانیايي پوځیان له خپلې تر ټولو لویې او یوازینۍ اډې نن وځي.

د بریتانیا پوځ د هلمند ولایت له باسټین کمپ څخه د اتو کلونو لپاره د وسله والو طالبانو پر ضد د جګړې د قوماندې د مرکز په توګه کار واخیست.

بریتانیايي رسنۍ وايي چې د باسټین کمپ افغان امنیتي ځواکونو ته په داسي حال کې سپارل کېږي چې ټول بریتانیايي پوځیان په دوو میاشتو کې دننه له دې هیواده وځي.

1د افغانستان په جګړه کې ۴۵۳ بریتانیايي پوځیان وژل شوي او څه باندې۲۰ ملیارده پونډه یې لګولي دي.

له ۲۰۰۶ میلادي کال را په دې خوا، چې بریتانیا هلمند ته پوځیان لېږلي، باسټین کمپ د دوی تر ټولو لویه اډه وه.

ټاکل شوې ده چې له دې اډې پاتې یو نیم زر بریتانیايي پوځیان په یو لړ مراسمو کې ووځي.

بریتانیايي رسنۍ وايي چې په تېر یوه کال کې یې له باسټین کمپه درې زره څلور سوه پوځي وسایل د هوا له لارې خپل هیواد ته لېږدولي دي.

د اوج په وخت کې په افغانستان کې د بریتانیايي پوځیانو شمېر لس زرو ته رسېده چې په ۱۸۰ اډو او پوستو کې ځای پر ځای ول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *