تاند- په افغانستان کې بریتانیايي پوځیان د جګړې په جبهه کې له خپلې وروستۍ پوستې څخه د وتلو په حال کې دي.

د بریتانیا د (مېل) ورځپاڼې د راپور له مخې په هلمند ولایت کې د سترګې ۲ د څارونکې پوستې د بندولو مطلب دا دی چې بریتانیايي پوځیان به نور په هلمند کې، چې ګڼ پوځیان یې پکې وژل شوي یا ټپیان شوي دي، کومه اډه نه لري.

مېل ورځپاڼې لیکلي چې بریتانیايي پوځیان له باسټین کمپه وځي چې په افغانستان کې د بریتانیايي پوځیانو په کنټرول کې یوازینۍ اډه ده.

د ورځپاڼې له مخې وروستنی بریتانیايي پوځي به د سږ کال په دسمبر کې له افغانستانه ووځي.

ورځپاڼه وايي، له ۸ کلونو وروسته د سترګه دوه بندېدا د هغه ماموریت د پای ته رسولو لور ته مهم ګام دی چې بریتانیا ته د خپلو ۴۵۳ پوځیانو د وژل کېدا په بیه تمام شوی دی.

بریتانیا د افغانستان د جګړې په اوج کې په دغه هیواد کې ۱۳۷ اډې لرلې خو اوس له باسټین کمپه پرته نورې ټولې بندې شوي یا د افغانستان ملي امنیتي ځواکونو ته سپارل شوي دي.

ورځپاڼه وايي چې تېره اوونۍ په سترګه ۲ کې د دې پوستې یا اډې د بندولو په مراسمو کې د بریتانیا دفاع وزیر فلیپ هامنډ هم برخه اخیستې وه.

سترګه ۲ څارونکې پوسته، چې تر هلمند سین څو سوه فوټه لوړه پر یوې غونډۍ جوړه شوې، تر دې وروستیو پوري د دې لپاره بریتانیايي پوځیانو له ځان سره ساتلې وه چې ستراتیژیک اهمیت یې درلود.

د دې پر سر په بالونونو کې قوي کامرې نصب شوې وې چې په شاوخوا سیمو کې د طالبانو فعالیتونه د اډې له عملیاتې خونې څخه وڅارل شي.

د بریتانیا دفاع وزیر ښاغلي هامند وویل، د سترګې ۲ اډې بندېدا او سپارل په هلمند ولایت کې د امنیت او ثبات په راوستلو کې د بریتانیايي پوځیانو د پرمختګ ښودنه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *