تاند- په کابل کې پر G4S بریتانیايي امنیتي کمپنۍ د تېرې شپې په حمله کې د دې کمپنۍ ۵ غړي وژل شوي او په لسګونه نور ژوبل شوي دي.

د دې کمپنۍ اجرايي ريیس چارلي بربرید نن /پنجشنبه/ وویل«په خورا خواشینۍ تاییدوم چې زموږ ۵ کارکوونکي وژل شوي او ۳۵ نور ژوبل شوي دي چې د هغو په منځ کې د ۵ تنو حال نازک دی…»

ده زیاته کړه، په وژل شویو کې ۴ افغانان او یو بریتانیايي دی.

وسله والو طالبانو د دې برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

د کورنیو چارو وزارت د دې برید د تلفاتو شمېر ۱۰ تنه ښودلی او ویلي یې دي چې د ۱۵ بهرنیانو په ګډون ۲۷ نور ژوبل شوي دي.

دا وزارت هم تاییدوي چې په دې حمله کې یو بهرنی وژل شوی دی.

داسې ښکاري چې ۵ تنه نور وژل شوي کسان امنیتي ځواکونه دي چې بریتانیايي کمپنۍ یې یادونه نه ده کړې.

دا برید تېره شپه په یوه موټربمي برید پیل شو او د سهار تر ۳ بجو پورې یې دوام وکړ.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې برید د دې لپاره دوام وکړ چې ۳۳۰ تنه په ودانۍ کې بند پاتې ول.

د وسله‌والو طالبانو یوه ویاند ذبیح‌الله مجاهد رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي په حمله کې د دوی ۵ وسله والو برخه لرله او په لړ کې یې لسګونه کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپيان دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *